د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې

ساخت وبلاگ
غوږ ورته ونيسه   د لوسي کېنګ لیکنه  په دې اړه چې نظر يا (feedback) دې څنگه وي او څنگه دې واورول شي، ډېرې خبرې شوي دي. خو په پرتليز ډول په دې اړه چې څنگه دې واورېدل شي، ډېر څه نشته. خو دا يو دوه اړخيز بهير دى او دا چې يو څوک feedback څنگه بولي او څه ځواب ورته وايي، هماغومره ارزښت لري چې څنگه نورو ته خپل نظر يا feedback ورکوي. د بي بي سي د نړيوالې څانگې د تعليمي برخې استاده لوسي کينگ داسې مشوره لري: غوږ ونيسئ چې څوک څه درته وايي د موضوع د لا روښانتيا لپاره پوښتنې وکړئ د ځانگړو جزيياتو په اړه وپوښتئ وپوښتئ چې په راتلونکې کې څنگه همدا کار په بل ډول ترسره کولى شئ.  دفاعي حالت مه نيسئ کله چې يو څوک انتقادي نظر يا feedback درکوي، سخته هڅه کوئ چې دفاعي حالت ونه نيسئ. په همدې سره سړى کولى شي خپل ځان وپېژني او د ځان په اړه د نورو نظر ځانته معلوم کړي. نو هڅه وکړئ هغه څه چې ويل کېږي، واورئ او پر خپله ښه يې راولئ. په ياد موي وي چې که د چا پرنظر يا feedback مو د غور لپاره يو څه وخت تېر کړ او وروسته مو پوښتنې وکړې، باک نشته.  ځنډ که چېرې د غور لپاره ځنډ په کار وي، نو پروا نه لري که د غونډې د ځنډولو غوښتنه وکړئ. مهمه ده چې خپل نظر او فکر نورو ته وروسوئ، خو مخکې تر دې چې ځواب واياست ژور فکر پرې وکړئ.  چې يو ځل مو فکر ښه راټول کړ او هغه څه چې تر اوسه ويل شوي دي په کافي ډول حلاجي کړل، بيا نو د بلې کت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 256 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

خپل کاري لست داسې تنظيم کړئ چې هغه شيان چې ډېر درنه هېرېږي، در په زړه کړي، خو تل پر دې څيزونو پام ساتئ: د مايکروفون درې پښيزه دړه، راډيويي مايکرفونونه او گورئ چې ټرانسميټر او ريسيور (لېږدوونکې او اخيستونکې دستگاه) مو درسره اخيستي وي، بټرۍ، څراغونه، غوږۍ، فالتو پرزې. پر موضوع پام ټول ساتئ. د موضوع هغه زاويه وټاکئ چې څېړل يې غواړئ او د دغه کار تر ټولو غوره لاره وسنجوئ. که شونې وي له دفتره تر وتلو مخکې، د ځان د ډاډه کولو لپاره ټول ضروري ټېلېفونونه وکړئ. له مرکه کېدونکي او يا هغه چا سره چې هغه ته مو بايد ورپرېږدي خبره يو ځل بيا پخه کړئ او مثلا" معلومه کړئ چې بل ځاى ته هم تگ شته يا بل مرکه کېدونکى هم په پام کې دى او که نه؟ وخت در سره تل لږ وي نو ځکه هر څومره چې اوس ډېر کارونه  بشپړکړئ، وروسته به مو ستونزه کمه وي. د کمرې د کار لست (ياددښتونه) او د (بي بي سي) د روغتيا او امنيت خطرونو د فورمې ډکول درنه هېر نشي. پر هوا هم نظر ساتئ ځکه چې دا هم هغه ستونزه ده چې نه وي نو ښه ده. ښايي چترۍ درسره واخلئ. چې څنگه مو فلم اخيستل پيل کړل، بيا نو ترې پام بلې خواته مه اړوئ. پر څراغونو نظر ساتئ، په تېره بيا د سپينې (رڼا)  تولې ته پام ساتئ. پر دې هم فکر کوئ چې د موضوع فلم پر څه ډول اخيستل غواړئ: له لېرې (وايډ شاټ) چې سيمه وښيي، له نژدې نه (کلوز اپ) چې غږ لوړ شي، د اوږې له سرنه فلم اخيستنه – د مرکو لپاره، د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 271 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

په ژبو کې د جملو اوډون توپیر لري. پښتو جمله له دوو فقرو جوړېږي: مبتدا (subject or nominal phrase) اوخبر (object or verbal phrase).  په مبتدا کې فاعل يا يې ځايناستی ( نايب فاعل) راځي او په خبرکې مفعول او فعل، لکه: زمرک  مڼه خوري. دی  مڼه خوري. هغه  مڼه خوري. په دې توگه د پښتو جملې د جو‌ړولو فورمول «فاعل + مفعول + فعل» دی. یادونه: په استثنایي حالاتو کې دا فورمول اوښتلی هم شي او فعل یا مفعول تر فاعل دمخه راځي. دا استثناوې یو څه تاریخي دي چې په تکرار سره دود شوي او نورې یې د ویونکي یا د جملې د جوړوونکي په قضاوت پورې اړه مومي چې په هماغه شېبه کې کوم ټاکلی مفعول یا فعل له ټولنیز یا رواني پلوه غوره بولي او رامخته کوي یې. په دغسې حالاتو کې د قاعدې خلاف په جمله کې د مبتدا او خبر ځایونه سره بدلېږي، لکه: زرمينه زمري ووهله. زه پلار ووهلم. يوه ښځه سپي وخوړله (و داړله). نن ماته ښوونکي يو گرانبيه قلم راوباښه. په دغه شان ورته حالتو کې د جملې ترتيب نور هم ادلون بدلون موندلای شي. دا ډول بې ترتیبي په انگرېزي او نورو ژبو کې هم شته. د مبتدا او خبر ترمنځ گرامري مطابقت حتمي دی، په دې لاندې ډول: الف- په حال زمانه (وسمهال) کې اکتيف (چاروال) فعل تل د فاعل تابع دی، لکه: زرين  راغی. زرينه راغله. زرين او زرينه راغلل. دوه هلکان راغلل. دوې نجونې راغلې. زه ځم. موږ ځو. ته ځې. تاسې ځئ...؛ زه ډوډۍ خورم. موږ ډوډۍ خور د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 252 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

دجولیان اورېکر لیکنه د اوريدونکو پوښتنې ستاسې غږ خپرونو (phone-in) کې اصلي راز د موضوع او پوښتنو سم غوره کول دي. پوښتنې بايد لنډې او روښانه وي او د ټولو هغو ژورناليستکو زده کړو پر خلاف چې تر اوسه ترې گټه اخيستل کېده، دغه ډول پوښتنې د "هو" يا "نه" ځواب غواړي. "آياهغه وخت را رسېدلى چې گورډن براون(د برتانیې پخوانی صدراعظم) نور لېرې شي؟" ،يا "آيا په اصطلاح د ترهگرۍ خلاف جگړه وگټل شوه"، دا د ښو پوښتنو بېلگې دي. دا پوښتنې، د خپرونې د وړاندې کوونکي په توگه تاسې له هغه چانه چې ټېلېفون يې راکړى، د نورو تعقيبي پوښتنو له کولو څخه نه راگرځوي يا که ټېلېفون کوونکى وغواړي چې ناڅاپه مو بلې خواته بوځي، ستاسې مخه نه بندوي. خو دا ډول پوښتنې تاسې او د خپرونې بالقوه گډون کوونکي پر موضوع راټول ساتي. ښکاره ده چې که د "هو" يا "نه" پوښتنه کوئ، نو چمتو اوسئ چې ځواب به مو خورا لنډ وي، چې په داسې حالاتو کې ستاسې تعقيبي پوښتنه به دا وي چې "ولې؟"... او نور ترې تېرېږئ. پراخ چمتووالى لنډه پوښتنه خو مو وکړه او روښانه هم وه، بل څه شى شته چې اورېدونکى پرې ځانته راڅکولى شئ؟ ښايي يو څه د سابقې معلومات: "آياهغه وخت رارسېدلى چې گورډن براون نور لېرې شي؟" ...دا مو وپوښتل. او بيا ... "د ډيلي ټلېگراف په نننۍ گڼه کې راغلي چې د کابينې يوه جگپوړي غړي له ښاغلي براون نه وغوښتل چې د کال تر پايته رسېدو مخکې خپله څوکۍ پرېږدي. که د د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 271 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

د دفتر دباندې د راډيويي رپوټ چمتو کول د لایزه بوتس لیکنه لومړى پخپله د موضوع غم سم وخورئ- د ټکنالوژۍ د غم خوړلو لپاره وروسته کافي وخت پيدا کېدلى شي. له هر څه نه مخکې ددې اړتيا ده چې په نوښتگره بڼه فکر وکړى شئ- څنگه کېداى شي رپوټ داسې چمتو شي چې له راډيو نه بهر راټوپ کړي؟ د هېچا داسې شيان نه خوښېږي چې له مخکې نه اټکلېدلى شي، د دې مانا دا ده چې د خورا ډېرو رنگونو، تشريحاتو او غږيزو ټوټو ټولونې ته پام وکړئ چې رپوټ ته رېښتيا ژوند وربښلى شي. پر لاره د تگ پر مهال د غږونو هغه ټوټې درسره اورئ چې په مطلب کې مو بايد راشي، قاطع اوسئ. وخت دومره ډېر نه دى او ژر بايد پرېکړه وکړئ چې د مطلب تر ټولو غوره غږ کوم دى او تر ټولو په زړه پورې معلومات کوم دي. او په هر گام کې چې اخلئ يې، اورېدونکي سترگو ته دروئ. هغوى ډېر سخت مزاج لري او هغه څه ته پام نه اړوي چې د دوى لپاره نه وي. هڅه وکړئ چې اورېدونکي ته لکه د خپل ملگري وايسئ، خو هسې يو ملگرى چې معلومات يې ډېر دي، د موضوع پر تخنيکي اړخ پام کوئ، له تخنيکي وسايلو سره ځان بلد ساتئ، د کار له بڼې سره يې ځان بيخي ژور آشنا کړئ او وگورئ چې کومې ځانگړتياوې په کې دي. هېڅکله هم تر هغو له دفتر نه مه وځئ چې خپل تخنيکي وسايل مو پوره کتلي نه وي چې هرڅه شته او کار کولى شي، د رپوټ د ورکولو لپاره يو پلان ولرئ- ټېلېفون چېرته دى؟ موبايل ټېلېفون په کوم ځاى کې ښه سيگنال لري؟ فر د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 252 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

خو تقریبا په ټول بروډکاسټ ژورنالیزم کې د یوې مرکې د اصلي دلیل پټول فریب ګڼل کېږي. د خپرونې وړاندې کونکی کولاې شي اضافي پوښتنې وکړي او باید جالب ځوابونه تعقیب کړي- دا میلمه ته کمین نیول او دهغه ناڅاپي راګیرول ندي. منځکړي د ځینو میلمنوسره – لکه سیاستوال، دولتي شخصیتونه، دسوداګري چارومشران- معمولا تاسو دهغوې یو مرستندوې یا سکرټرسره مخ کېږئ چې هڅه به کوي هرڅومره چې شونې وي له تاسو ډیر جزییات ترلاسه کړي. هغوې حق لري پدې لاندینیو شیانو وپوهېږي:مرکه به څوک کوي دا مرکه د کومې خپرونې یا خپرونو لپاره ده آیا مرکه به ژوندۍ یا ثبت شوې خپرېږي آیا کوم بل میلمه سره به هم بحث کېږي،که وي نو هغه څوک دی د مرکې د موضوع پراخه ساحه- که تاسو غواړئ چې کومې ځانګړې ادعاګانې وکړئ، هغوې حق لري په دقیقه توګه وپوهېږي چې ادعا ګانې به په کومو الفاظوکېږي. خو، که کوم پیاوړی دلیل نه وي موجود، تاسو باید تل د دغولاندینیو غوښتنو په وړاندې انکار وکړئ: پوښتنې له وړاندې ورکول د مرکې د اوږدوالي موده له وړاندې ټاکل د موضوع د ساحو په اړه د مرکې د یوې برخې یا د اوږدوالي د مودې ټاکل د ځینو موضوعاتو څخه ډډه کول میلمه ته داحق ورکول چې د مرکې له ثبت نه وروسته هغه ټوله لغوه یا اصلاح کړي، یا ېې په کوم بل ډول کنټرول کړي   څنګه ځان ډاډه کولاې شئ چې د میلمه په غوره کولوکې په بشپړ ډول خپلواکه وئ او کوم اغېز یا فشار درباندې نه وو؟ ’’ من د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 273 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

د فلم ثبتولو په اړه د سلي وېب لنډې لارښوونې د تصوير (شاټ) اندازه: دلته د بېلابېلو اندازو تصويرونه (شاټونه) په کار دي چې يوه صحنه د ترتيب (پرله پسې والي) له مخې ايډيټ کړى شئ، د هرې اندازې تصوير جلا جلا معلومات وړاندې کوي. که دا مثلا" ښيي چې يو کس چېرته ولاړ دى، يا څه کوي، يا څوک دى، يا څه فکر کوي، کله چې د چا په اړه غږېږئ، نو زړه مو غواړي چې ويې وينئ، د فلمي صحنو د ترتيب د پېژندنې لپاره د هرې اندازې د تصوير لپاره د هغه د نامه معمول لنډيز وپېژنئ: XLS-  Extreme long shots ( بيخي لېرې شاټ)  د جغرافيې لپاره. موضوع په کې د پېژندنې نه وي. VLS- Very long shot( ډېر لېرې شاټ) د شا صحنې په کې ډېرې روښانه وي. د تصوير اصلي څېره  د فريم يا چوکاټ نژدې درېيمه برخه نيسي. LS- Long shot (لېرې شاټ) د تصوير اصلي څېره ټول فريم يا چوکاټ نيسي، خو شاليد په کې لا هم پاموړ ځلاند دى. MLS- Medium long shot #1 (نيم لېرې شاټ) هغه منځنى لېرې شاټ چې تر زنگنو کوز وي، د خوځند هدف له پاره ښه دى چې حرکات يې وښيي MLS- Medium long shot #2 (نيم لېرې شاټ) تر زنگنو پورته منځنى لېرې شاټ د هغه هدف د حرکاتو د ښودلو لپاره ښه دى چې ولاړ وي، MLS- Mid shot  (د نيم واټن شاټ) د حرکاتو دښودلو لپاره غوره دى. پر شخص او د هغه پر کړنو پام ساتئ. MCU- Medium close-up (نيم نژدې شاټ) يوازې د اوږدې تر سره رسېږي. د مرکو لپاره غوره دى. CU- Clo د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 264 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

پښتو English   B توپ ، غونډکسه Ball منډه جوړونکى Batter هغه توپ چې راپورته   شي عمومآ د پېچ په نيمايي غورځول کېږي Bouncer اضافي منډه، که له   ويکټ ساتونکي توپ تېر شي او منډه جوړونکي منډه واخلي Bye   D مړ توپ، هغه توپ چې   قانونآ پرې منډه نه کېږي او څوک سوځولى نه شي Dead   ball صفر Duck ډک ورت لويس سيستم   چې د فرنک ډک ورت او ټوني لويس په نامه حسابي سيستم دى چې د باران وهلو يو   ورځنيو لوبوکیکېږي  Duckworth   Lewis   E اضافي منډې چې څلور   ډوله يې عامې دي، باى ، ليگ باى په پښه لگيدلى توپ، وايډ يا ليرې اچول شوى توپ   او نو بال چې له قانوني کرښې پښه اوښتې وي Extras   L ايل بي ډبليو، د   ويکټو په مخ کې د منډه جوړونکي په پښه لگيدلى توپ چې لوبڅار يې د لوبغاړي د   سوځېدا وړ وبولي Leg-Before   Wicket (LBW) ليگ باى هغه منډه   ده چې د منډه جوړونکي په پښه توپ ولگيږي او لوبڅار يې ناسوځېدلى وبولي او   لوبغاړى بل لور ته د منډې په نيت منډه واخلي Leg-bye د منډه جوړونکي د   شا په لور جوړه شوې منډه Leg-side   M هغه اوور چې بالر   په کې منډه ورنه کړي Maiden   N نو بال هغه توپ دى   چې د اچولو پر وخت يې بالر له قانوني کرښې پښه تېره کړي No-ball   O ورو غورځېدلى توپ   چې وچورلي Off-beak/spin د منډه جوړونکي   مخته ميد د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 285 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

ټول ژورنالستان غواړي چې په کار کې يې نوښت وي   کيون مارش   دا لارښود د هغو لکچرونو او ورکشاپونو پر بنسټ چمتو شوى چې په بي بي سي کې د "Today" خپرونې پخواني مدير کيون مارش چمتو کړي وو. ولې مو د خبريالۍ مسلک غوره کړى؟  کله چې څوک وايي "نوښتگر ژورناليزم" نو دا هسې بديهيات يا اضافه ټکي  دي يا لږ تر لږه دې ته نژدې يو څه برېښي. ژورناليزم ټول ددې لپاره دى چې خلکو ته يو څه نوي ووايي، هغه څه چې په زړه پورې دي يا هغه څه چې پام راکاږي. ټول ژورنالستان او آن هغوى چې کار يې ستاسې خوښېږي، په دې اندېښنه کې وي چې څنگه نوښتگر واوسي. بله ښه موضوع به له کومه راځي. په ژورناليزم کې نوښت خپل مهارت غواړي. هغه مهارت چې زده کېدى شي، خو د دې مسلک د ډېرو لارويانو په باور يې عملي کېدل ورځ تر بلې گرانېږي. ژورنالستان اوس اړ دي چې همدا د څو تېرو کلو په پرتله ډېر مطالب چمتو کړي او د چمتو کولو دغه فشار سړي ته دا فکر ور اچوي چې دا مسلک يوازې د پروسس کولو لپاره دى او د موندلو او پلټلو لپاره ځاى نه لري. سربېره پر دې، د معلوماتو کوم سمندر چې اوسمهال د انټرنېټ له لارې پرانستل شوى دى، هغه کسان چې د حقيقت په موندلو پسې لالهانده دي، ډوبولى شي. ذهنيت او عادت نوښت زيارته اړتيا لري، وخت او پلي کېدل غواړي. دا د لټانو کار نه دى او خولې تويول غواړي او هغه هم نه د يوې ورځې لپاره، بلکه پرله پسې! ښايي دا په ذهنيت کې د بدلون او يقينا د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 252 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58

موضوعات مورد بحث ۱ـ مناظره چیست؟۲ـ انواع مناظره؛ ۳ـ هدف از مناظره چیست؟ ۴ـ چرا مناظره برګزار می شود؟ ۵ـ چگونگی برگزاری مناظره تلویزیونی و مناظره انتخاباتی؛ ۶ـ ویژګی های مناظره ی خوب؛ ۷ـ قاعده های اساسی مناظره کدام هاست؟ ۸ـ چه کسی می تواند مناظره ګر حرفه یی باشد؟ ۹ـ ویژگی های نطاق(مجری) حرفه یی و نقش او در مناظره: ۱۰ـ فرق بین مناظره و مصاحبه، مناظره ی تلویزیونی و مناظره ی انتخاباتی؛ ۱۱ـ فرق بین مذاکره و مناظره در چیست؟             مقدمه وقتی بحث مناظره پيش می آید، در ذهن بسياری از ما مناظره های بين نامزدهای رياست جمهوری سال های گذشته تداعی می شود. مناظره هايی که عده ی کثيری از مردم را پای تلويزيون کشاند و توانست جريان ساز باشد. مناظره بايد در مورد موضوعی باشد که در مورد آن موضوع٬ طيفی از ديدگاه ها وجود داشته باشد، يعنی مناظره بايد درباره موضوعی باشد که حتمی تنوعی از ديدگاه ها در مورد آن در جامعه وجود دارد٬ در غير اين صورت مناظره برگزار کردن در مورد موضوع های مسلم٬ نقض غرض است. گاه می بينيم در برخی رسانه ها موضوعی به بحث گذاشته می شود که درباره آن موضوع در اصل  مناقشه ای وجود دارد و دو طرف حرف های همديگر را تاييد می کنند٬ حال آن که مناظره حتمی درباره ی موضوعیست که در مورد آن اختلاف ديدگاه وجود دارد و اين اختلاف ديدگاه هر چه جدی تر باشد٬ مناظره معنا دار تر می شود. به همين دليل است که د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 257 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58