د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې

متن مرتبط با «جملې» در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې نوشته شده است

د پښتو جملې جوړښت

  • په ژبو کې د جملو اوډون توپیر لري. پښتو جمله له دوو فقرو جوړېږي: مبتدا (subject or nominal phrase) اوخبر (object or verbal phrase).  په مبتدا کې فاعل يا يې ځايناستی ( نايب فاعل) راځي او په خبرکې مفعول او فعل، لکه: زمرک  مڼه خوري. دی  مڼه خوري. هغه  مڼه خوري. په دې توگه د پښتو جملې د جو‌ړولو فورمول «فاعل + مفعول + فعل» دی. یادونه: په استثنایي حالاتو کې دا فورمول اوښتلی هم شي او فعل یا مفعول تر فاعل دمخه راځي. دا استثناوې یو څه تاریخي دي چې په تکرار سره دود شوي او نورې یې د ویونکي یا د جملې د جوړوونکي په قضاوت پورې اړه مومي چې په هماغه شېبه کې کوم ټاکلی مفعول یا فعل له ټولنیز یا رواني پلوه غوره بولي او رامخته کوي یې. په دغسې حالاتو کې د قاعدې خلاف په جمله کې د مبتدا او خبر ځایونه سره بدلېږي، لکه: زرمينه زمري ووهله. زه پلار ووهلم. يوه ښځه سپي وخوړله (و داړله). نن ماته ښوونکي يو گرانبيه قلم راوباښه. په دغه شان ورته حالتو کې د جملې ترتيب نور هم ادلون بدلون موندلای شي. دا ډول بې ترتیبي په انگرېزي او نورو ژبو کې هم شته. د مبتدا او خبر ترمنځ گرامري مطابقت حتمي دی، په دې لاندې ډول: الف- په حال زمانه (وسمهال) کې اکتيف (چاروال) فعل تل د فاعل تابع دی، لکه: زرين  راغی. زرينه راغله. زرين او زرينه راغلل. دوه هلکان راغلل. دوې نجونې راغلې. زه ځم. موږ ځو. ته ځې. تاسې ځئ...؛ زه ډوډۍ خورم. موږ ډوډۍ خور, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها