د پښتو جملې جوړښت

ساخت وبلاگ

په ژبو کې د جملو اوډون توپیر لري. پښتو جمله له دوو فقرو جوړېږي:

مبتدا (subject or nominal phrase) اوخبر (object or verbal phrase).

 په مبتدا کې فاعل يا يې ځايناستی ( نايب فاعل) راځي او په خبرکې مفعول او فعل، لکه:

زمرک  مڼه خوري.

دی  مڼه خوري.

هغه  مڼه خوري.

په دې توگه د پښتو جملې د جو‌ړولو فورمول «فاعل + مفعول + فعل» دی.

یادونه: په استثنایي حالاتو کې دا فورمول اوښتلی هم شي او فعل یا مفعول تر فاعل دمخه راځي. دا استثناوې یو څه تاریخي دي چې په تکرار سره دود شوي او نورې یې د ویونکي یا د جملې د جوړوونکي په قضاوت پورې اړه مومي چې په هماغه شېبه کې کوم ټاکلی مفعول یا فعل له ټولنیز یا رواني پلوه غوره بولي او رامخته کوي یې. په دغسې حالاتو کې د قاعدې خلاف په جمله کې د مبتدا او خبر ځایونه سره بدلېږي، لکه:

زرمينه زمري ووهله.

زه پلار ووهلم.

يوه ښځه سپي وخوړله (و داړله).

نن ماته ښوونکي يو گرانبيه قلم راوباښه.

په دغه شان ورته حالتو کې د جملې ترتيب نور هم ادلون بدلون موندلای شي. دا ډول بې ترتیبي په انگرېزي او نورو ژبو کې هم شته.

د مبتدا او خبر ترمنځ گرامري مطابقت حتمي دی، په دې لاندې ډول:

الف- په حال زمانه (وسمهال) کې اکتيف (چاروال) فعل تل د فاعل تابع دی، لکه:

زرين  راغی.

زرينه راغله.

زرين او زرينه راغلل.

دوه هلکان راغلل.

دوې نجونې راغلې.

زه ځم.

موږ ځو.

ته ځې.

تاسې ځئ...؛

زه ډوډۍ خورم.

موږ ډوډۍ خورو.

ته ډوډۍ خورې.

تاسې ډوډۍ خورئ ...

ب- مجهول یا بېچار (پسيف) فعل تل د مفعول تابع دی چې له همدې کبله داسې يوه مفعول ته په دوديز گرامر کې «نايب فاعل» ویل کېږي، ځکه د فعل نسبت همده ته کېږي ، لکه:

ور  ووهل شو.

دروازه ووهل شوه.

ورونه  ووهل شول.

دروازې ووهل شوې.

زه وهل کېږم.

موږ وهل کېږو.

ته وهل کېږې.

تاسې  وهل کېږئ....

ج- يادونه: په ماضي (تېرمهال) کې هر ترانزيتيف فعل، د فاعل(subject)  پرځای د مفعول(object)  تابع دی او همداسې گردانېږي، لکه:

ما ( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) يوه مڼه وخوړه.

ما ( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) دوې مڼې وخوړې.

ما  ( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) يو انار وخوړ.

ما ( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) لس اناره وخوړل.

څلورو هلکانو او درو نجونو يو خټکی وخوړ.

څلورو هلکانو او درو نجو اووه خټکي وخوړل....

زه سپي وخوړلم (و داړلم).

موږ سپي وخوړلو ( و داړلو).

يوه نجلۍ سپي وخوړه (و داړله).

دوې نجونې سپي وخوړلې (و داړلې).

يو هلک سپي وخوړ (و داړه) .

دوه هلکان سپي وخوړل (و داړل).

او داسې نور.

بي بي سي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 254 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58