پښتو | English |
| B |
توپ ، غونډکسه | Ball |
منډه جوړونکى | Batter |
هغه توپ چې راپورته شي عمومآ د پېچ په نيمايي غورځول کېږي | Bouncer |
اضافي منډه، که له ويکټ ساتونکي توپ تېر شي او منډه جوړونکي منډه واخلي | Bye |
| D |
مړ توپ، هغه توپ چې قانونآ پرې منډه نه کېږي او څوک سوځولى نه شي | Dead ball |
صفر | Duck |
ډک ورت لويس سيستم چې د فرنک ډک ورت او ټوني لويس په نامه حسابي سيستم دى چې د باران وهلو يو ورځنيو لوبوکیکېږي | Duckworth Lewis |
| E |
اضافي منډې چې څلور ډوله يې عامې دي، باى ، ليگ باى په پښه لگيدلى توپ، وايډ يا ليرې اچول شوى توپ او نو بال چې له قانوني کرښې پښه اوښتې وي | Extras |
| L |
ايل بي ډبليو، د ويکټو په مخ کې د منډه جوړونکي په پښه لگيدلى توپ چې لوبڅار يې د لوبغاړي د سوځېدا وړ وبولي | Leg-Before Wicket (LBW) |
ليگ باى هغه منډه ده چې د منډه جوړونکي په پښه توپ ولگيږي او لوبڅار يې ناسوځېدلى وبولي او لوبغاړى بل لور ته د منډې په نيت منډه واخلي | Leg-bye |
د منډه جوړونکي د شا په لور جوړه شوې منډه | Leg-side |
| M |
هغه اوور چې بالر په کې منډه ورنه کړي | Maiden |
| N |
نو بال هغه توپ دى چې د اچولو پر وخت يې بالر له قانوني کرښې پښه تېره کړي | No-ball |
| O |
ورو غورځېدلى توپ چې وچورلي | Off-beak/spin |
د منډه جوړونکي مخته ميدان | Off-side |
د منډه جوړونکي تر شا مځکه | On-side |
سوځېدلى | Out |
| P |
د توپ غورځونې ډگر | Pitch |
| R |
د هدف په لور تگ، د هغو منډو ترلاسه کول چې سيالې لوبډلې ترلاسه کړي | Run-chase |
| W |
د کريکټ هغه درې لرګي چې منډه جوړونکی ترې دفاع کوي ، ويکټ ، لرګی | Wicket |
ليرې لويدلی توپ ، هغه بال چې نا قانونه ګڼل کيږي | Wide |
حبیب الله غورځنګ
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 287