نوښتګر ژورنالېزم

ساخت وبلاگ

ټول ژورنالستان غواړي چې په کار کې يې نوښت وي 

 کيون مارش  

دا لارښود د هغو لکچرونو او ورکشاپونو پر بنسټ چمتو شوى چې په بي بي سي کې د "Today" خپرونې پخواني مدير کيون مارش چمتو کړي وو.

ولې مو د خبريالۍ مسلک غوره کړى؟  کله چې څوک وايي "نوښتگر ژورناليزم" نو دا هسې بديهيات يا اضافه ټکي  دي يا لږ تر لږه دې ته نژدې يو څه برېښي. ژورناليزم ټول ددې لپاره دى چې خلکو ته يو څه نوي ووايي، هغه څه چې په زړه پورې دي يا هغه څه چې پام راکاږي. ټول ژورنالستان او آن هغوى چې کار يې ستاسې خوښېږي، په دې اندېښنه کې وي چې څنگه نوښتگر واوسي. بله ښه موضوع به له کومه راځي. په ژورناليزم کې نوښت خپل مهارت غواړي. هغه مهارت چې زده کېدى شي، خو د دې مسلک د ډېرو لارويانو په باور يې عملي کېدل ورځ تر بلې گرانېږي.

ژورنالستان اوس اړ دي چې همدا د څو تېرو کلو په پرتله ډېر مطالب چمتو کړي او د چمتو کولو دغه فشار سړي ته دا فکر ور اچوي چې دا مسلک يوازې د پروسس کولو لپاره دى او د موندلو او پلټلو لپاره ځاى نه لري. سربېره پر دې، د معلوماتو کوم سمندر چې اوسمهال د انټرنېټ له لارې پرانستل شوى دى، هغه کسان چې د حقيقت په موندلو پسې لالهانده دي، ډوبولى شي.

ذهنيت او عادت

نوښت زيارته اړتيا لري، وخت او پلي کېدل غواړي. دا د لټانو کار نه دى او خولې تويول غواړي او هغه هم نه د يوې ورځې لپاره، بلکه پرله پسې! ښايي دا په ذهنيت کې د بدلون او يقينا" په عادتونو کې د بدلون غوښتنه کوي.

انتخاب ستاسې په لاس کې دى.

پلټنه (کنجکاوی)

کله چې ما دا لکچرونه او ورکشاپونه چمتو کول، نو د بي بي سي د خبرونو له گڼو مديرانو، خبريالانو، پروډيوسرانو او څېړونکو سره وغږېدم او له هغوى نه مې لارښوونې او مشورې وغوښتې.

ټولو همدا يو ټکى، او ځينو آن  تر هرڅه د مخه راته وايه چې: پلټنه (کنجکاوي). تر هغو چې مو د پلټنې احساس بشپړ راونه پارېږي، هر څه تش د وخت ضايع کول دي. پلټنه هماغلته وي چې موضوع ترې راپيلېږي.

"که هېڅکله داسې نه وي پېښه شوي چې پر هغې موضوع چې ستاسې خپله ده، کار وکړئ، نو بيا بايد له سره د موضوع د موندنې چلونه تمرين کړئ."

په بلفاست کې د بي بي سي د کارکوونکو روښانه مشوره واورئ چې يوه يې خپل يو مدير ور په زړه کاوه چې به:

"د کوڅې له يوه سره تر بله ته او بيا به يې نور راننگول چې دى په ٥٠٠ گامونو کې هومره موضوعگانې مومي، چې نور يې نشي مونداى: د کثافاتو اندازه، د موټر درولو معيارونه، د نويو موټرو شمېر، د ټرافيکي مقرراتو څارونکي، له خلکو ډکې کافي گانې چې سگرټونه يې پر خوله دي ځکه چې په دفترو کې يې نور نشي څکولى، هټۍ چې پرانستل کېږي، يا تړل کېږي، سوالگر چې تر شا خپلې سابقې لري، تاريخي ودانۍ.

څو ځله به د ساختماني کارونو له څنگه تېر شوي ياست خو نه به مو وي پوښتلي چې څه شى ودانوئ؟".  

يوه بل مدير بيا خپله خبره داسې وکړه:

"بايد هرڅه ته دومره ځير و اوسئ چې د يوه بې رنگه ديوال له څنگه، بې له دې چې له ځانه وپوښتئ "دا نو ولې داسې بې رنگه پروت دى"، تېر نشئ."

وپوښتئ چې ولې... او ولې نه

نو د کنجکاوۍ غړي مو څنگه آزمايئ؟

البته چې تمرين به کوئ. خو هېره نه کړئ چې: که دا لاره مو سمه ومونده نو يو ځورونکى او عصبي کوونکى موجود به درنه جوړېږي.

يعنې داسې ذهنيت درکې وده کوي چې نوره درته شوني نه وي چې يو شى واورئ يا يوه ورځپاڼه يا مجله ولولئ او يا آن هسې پر لاره تېر شئ او له ځان سره دا فکر ونه کړئ چې "دا خو يو څه غير عادي برېښي" او يا داچې "نه پوهېږم چې مقصد به يې څه وي؟"

ځان مجبور کړئ چې پر ټولو هغو پوښتنو چې شوني دي، فکر وکړئ، هغه پوښتنې چې ځواب يې په لوستل شوي مطلب يا هغه څه کې چې همدا اوس مو واورېدل، نشته.

خپل تمرين د ورځپاڼې له هغې برخې پيل کړئ "چې لنډ خبرونه" بلل کېږي. په هغو کې تر ټولو لنډ خبر چې په نظر درځي غوره کړئ او بيا له ځانه ټولې هغه پوښتنې وکړئ چې "لنډ خبر" ځواب کړي نه دي.

خپل غبرگون ته غوږ ونيسئ

هر خبري مطلب يا پېښې ته خپل لومړنى غبرگون واورئ.

د يوې لنډې شېبې لپاره ځان له بېطرفۍ نه لېرې کړئ چې فکر مو چالان شي. لومړنى غبرگون مو يا لومړنى شى چې فکر ته مو درغى، څه و؟ آيا نور به هم همدغسې فکر وکړى شي؟ که دغه غبرگون ونه منئ او ويې ننگوئ نو څه به پېښ شي؟ هغه مو چېرته بيايي؟

د ورځې پر چارو د بوختيا ترڅنگ مو همدې تمرين ته دوام ورکوئ او شونې ده هغه څه ومومئ چې د نورو پام نه دى ور اوښتى.

د بي بي سي د کورني ټلوېزيون د دويم چينل کارکوونکى مايکل کرېک وايي:

"آن په ورځنيو چارو کې، مثلا" که کوم څوک ظاهرا" خپل شيان له سره تنظميوي، تل دا پوښتنه کوئ چې: " څه ووايم چې په دې موضوع کې نوې وبرېښي؟".

په دې بڼه د خپل فکري مزل په پيلولو کې لويه خبره داده چې د هېڅ شي پوهېدو ته اړتيا نه لرئ.  يوازې تعجب کوئ او لټون کوئ. د خپرونې يو لوى مدير خپلې هغه ورځې ور يادوي چې په شمال کې يوې سيمه ييزې راډيو ته خدمتي وراستول شوى و:

"په هېڅ خبر نه وم. په سيمه کې بلد نه وم، هېڅوک مې نه پېژندل او نه پوهېدم چې له کومه يې پيل کړم. همدلته و چې صدراعظمې، هغه مهال مارگيرت تاچر وه، پر شوروي اتحاد دافغانستان د يرغل له امله د سوداگريزو بنديزونو اعلان وکړ.

فکر مې نه کاوه چې دا دې له ما سره کوم تړاو ولري. وروسته مې هڅه وکړه چې ځان د سيمې د سوداگرو په دريځ کې ووينم.

بې اجازې مې په سيمه کې د يوه لوى صادروونکي شرکت رييس ته زنگ وواهه. هغه سخت غوسه شوى و، سره له دې چې د (واکمن) محافظه کار گوند په سيمه ييزو مشرانو کې هم راته. دا مرکه زموږ د خبرونو سر ته راووته او لړۍ يې آن د سيمې ورځپاڼو او ټلوېزيون ته غزېده."

BBC

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 254 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58