له کوڅې د راډیویي رپوټ چمتو کول

ساخت وبلاگ

د دفتر دباندې د راډيويي رپوټ چمتو کول

د لایزه بوتس لیکنه

  • لومړى پخپله د موضوع غم سم وخورئ- د ټکنالوژۍ د غم خوړلو لپاره وروسته کافي وخت پيدا کېدلى شي. له هر څه نه مخکې ددې اړتيا ده چې په نوښتگره بڼه فکر وکړى شئ- څنگه کېداى شي رپوټ داسې چمتو شي چې له راډيو نه بهر راټوپ کړي؟ د هېچا داسې شيان نه خوښېږي چې له مخکې نه اټکلېدلى شي،
  • د دې مانا دا ده چې د خورا ډېرو رنگونو، تشريحاتو او غږيزو ټوټو ټولونې ته پام وکړئ چې رپوټ ته رېښتيا ژوند وربښلى شي. پر لاره د تگ پر مهال د غږونو هغه ټوټې درسره اورئ چې په مطلب کې مو بايد راشي،
  • قاطع اوسئ. وخت دومره ډېر نه دى او ژر بايد پرېکړه وکړئ چې د مطلب تر ټولو غوره غږ کوم دى او تر ټولو په زړه پورې معلومات کوم دي. او په هر گام کې چې اخلئ يې، اورېدونکي سترگو ته دروئ. هغوى ډېر سخت مزاج لري او هغه څه ته پام نه اړوي چې د دوى لپاره نه وي.
  • هڅه وکړئ چې اورېدونکي ته لکه د خپل ملگري وايسئ، خو هسې يو ملگرى چې معلومات يې ډېر دي،
  • د موضوع پر تخنيکي اړخ پام کوئ، له تخنيکي وسايلو سره ځان بلد ساتئ، د کار له بڼې سره يې ځان بيخي ژور آشنا کړئ او وگورئ چې کومې ځانگړتياوې په کې دي. هېڅکله هم تر هغو له دفتر نه مه وځئ چې خپل تخنيکي وسايل مو پوره کتلي نه وي چې هرڅه شته او کار کولى شي،
  • د رپوټ د ورکولو لپاره يو پلان ولرئ- ټېلېفون چېرته دى؟ موبايل ټېلېفون په کوم ځاى کې ښه سيگنال لري؟ فرض کړئ چې لږ تر لږه يوه ستونزه درته پيدا شوه، تر کومه وخته د رپوټ ورکړه ځنډېدلى شي؟  بديل پلان څه دى؟
  • مه پرېږدئ چې د تخنيکي وسايلو اندېښنه مو نا مسلکي يا وارخطا وبرېښوي. که مېلمانه مو وگوري چې په شوق سره د رپوټ پر جوړولو کار کوئ، نو ښه برخه درسره اخلي.
  • بي بي سي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 254 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58