ستاسې غږ

ساخت وبلاگ

دجولیان اورېکر لیکنه

د اوريدونکو پوښتنې 

ستاسې غږ خپرونو (phone-in) کې اصلي راز د موضوع او پوښتنو سم غوره کول دي.

پوښتنې بايد لنډې او روښانه وي او د ټولو هغو ژورناليستکو زده کړو پر خلاف چې تر اوسه ترې گټه اخيستل کېده، دغه ډول پوښتنې د "هو" يا "نه" ځواب غواړي.

"آياهغه وخت را رسېدلى چې گورډن براون(د برتانیې پخوانی صدراعظم) نور لېرې شي؟" ،يا "آيا په اصطلاح د ترهگرۍ خلاف جگړه وگټل شوه"، دا د ښو پوښتنو بېلگې دي. دا پوښتنې، د خپرونې د وړاندې کوونکي په توگه تاسې له هغه چانه چې ټېلېفون يې راکړى، د نورو تعقيبي پوښتنو له کولو څخه نه راگرځوي يا که ټېلېفون کوونکى وغواړي چې ناڅاپه مو بلې خواته بوځي، ستاسې مخه نه بندوي. خو دا ډول پوښتنې تاسې او د خپرونې بالقوه گډون کوونکي پر موضوع راټول ساتي.

ښکاره ده چې که د "هو" يا "نه" پوښتنه کوئ، نو چمتو اوسئ چې ځواب به مو خورا لنډ وي، چې په داسې حالاتو کې ستاسې تعقيبي پوښتنه به دا وي چې "ولې؟"... او نور ترې تېرېږئ.

پراخ چمتووالى

لنډه پوښتنه خو مو وکړه او روښانه هم وه، بل څه شى شته چې اورېدونکى پرې ځانته راڅکولى شئ؟ ښايي يو څه د سابقې معلومات:

"آياهغه وخت رارسېدلى چې گورډن براون نور لېرې شي؟"

...دا مو وپوښتل. او بيا ...

"د ډيلي ټلېگراف په نننۍ گڼه کې راغلي چې د کابينې يوه جگپوړي غړي له ښاغلي براون نه وغوښتل چې د کال تر پايته رسېدو مخکې خپله څوکۍ پرېږدي. که د نژدې کسانو ملاتړ يې نور له لاسه ورکړی وي، نو څومره شوني ده چې پر واک پاتې شي؟ آيا پر واک پاتې کېدل يې خپل گوند او بيا ټول هيواد ته گټور پرېوتلى شي؟ يا ښايي ستاسې له نظره غوره دا وي چې پر مخالفينو غوږونه کاڼه واچوي او د صدارت په ماڼۍ کې کار ته تر هغو دوام ورکړي چې کولى يې شي؟ "نو څنگه، آياهغه وخت رارسېدلى چې گورډن براون نور څنگ ته شي؟"

په دې ډول يو څه نور معلومات، يو څه نور مواد د اورېدونکو لپاره چې غاښونه پرې تاوده کړي، خو ورسره ورسره يو ځلې بيا د اصلي پوښتنې تکرارول. 

"لطفا" زنگ راووهئ"

په دې مثال کې ښايي د کوم مخالف يا پلوي د غږ يوه ټوټه (کلېپ) مرسته وکړي چې بحث تود شي. دا په حقيقت کې د سودا هټۍ ده. تاسې اورېدونکى ته واياست چې "لطفا" زنگ راووهئ"، خو دا کار په يو څه پېچلې بڼه کوئ.

البته که وکړاى شئ چې دا کار تر خپل پروگرام  لږ وړاندې په خپرونه کې وکړئ، غوره به وي. د لومړي کس ټېلېفون ته ځواب د دې بهير تر ټولو گرانه برخه وي. او له دې نه چې د ټېلېفون شمېره څو ځله تکرار شي، باک مه لرئ.

 

کله چې لومړى ټېلېفون راغى، نو تر وسه وسه يې ژر په خپرونه کې راوغږوئ چې خپور شي. "ستاسې غږ" خپرونو کې يوه نا ليکلې قاعده دا ده چې "که د يوه تن غږ خپور شو، نور هم ورپسې راځي." ډېر خلک يو څه زړورتيا ته اړ وي چې غوږۍ را واخلي، خو کله چې د بل چا غږ واوري، دوى هم وهڅېږي.

آن که دا اورېدونکى مو هومره چې تاسې يې تمه کوله، ښه هم نه وي، بيا هم تر هغې چې هېڅوک زنگ در ونه وهي، ښه دى. ځئ دا جواري وکړئ. او که چېرې د مېلمنو يوه ډله هم درته په کتار ناسته وي چې پر پرانستونکې پوښتنې درته وغږېږي، ځان دې ته اړ مه بولئ چې هرومرو لومړى هغوى ته ورشئ.

که چېرې اورېدونکى وار د مخه پر ليکه انتظار باسي، لومړى هغوى ته ورشئ... وروسته مېلمنو ته وار ورکړئ.

مېلمانه

که ستاسې غږ  (phone-in)خپرونه کې مېلمانه سره اړوئ – راړوئ، نو اټکل يې (اورېدونکي ته) گرانېږي چې څوک به په چا پسې راځي او په دې ډول خپرونه په زړه پورې کېږي.

داسې وخت هم راغلى چې دوه مېلمانه په ځوږ سټوډيو ته راځي او تاسې پوهېږئ چې پر ټاکل شوې موضوع د يوه نظر د بل مخالف دى... همدا او بس. ښايي په ځينو حالاتوکې دا کار سم وخېژي، خو ډېرې نورې موضوعگانې تر دوو جلا نظرونو د ډېرو وېشل شويو  نظرونو غوښتنه کوي.

په دې ډول نو، يو مېلمه د لومړيو شلو دقيو لپاره وټاکئ او بيا يې پرېږدئ او پر ځاى يې بل راولئ. د څه مودې لپاره يو درسره ولرئ، يا يې بيخي مه لرئ، او وروسته درې راوبولئ.

په دې برخه کې يوه په زړه پورې خبره داده چې کومه ځانگړې قاعده نه شته. د نوي مېلمه راتگ ښايي موضوع ته د ټېلېفون کوونکو د پام په بيا اړولو کې گټور پرېوزي.

د پروگرام په نيم ساعت کې دا کار وکړئ او وروسته دا هيله شته چې د اورېدونکو يوه ډله درته ټېلېفون راوکړي.

د ټلېفون کوونکي معلومول

دلته خبره د لحن او دغږېدو پر بڼې ده. څومره چې مو "ستاسې غږ" خپرونه کې ډېر کار کړى وي، هومره درسره اورېدونکي ښه بلد وي او سبک مو پېژني.

هغه څوک چې ټېلېفون کوي بايد دا تمه ونه لري چې پر ټاکلې موضوع به يې خبرې بې له دې چې وننگول شي، خپرېږي. له بلې خوا، هغوى سياسوال هم نه دي نو ځکه يې د پوښتنو پر مهال هومره مه تاووئ څومره چې اصلي تصميم نيوونکو ته په کار ده.

خو دلته کومه قاعده نشته او تر ډېره دا د "ورشه او وگوره" خبره ده. د ځينو اورېدونکو خوښېږي چې لږ وزبېښل شي، ځينې نور يې ښايي په ډېر لږ اړولو – راړولو وچ پاتې شي. هرڅه چې کوئ، حتمي نده چې هر وخت به سم خېژي.

د ځينو خلکو خواشينۍ او ور سره تړلو عواقبو ته چمتو اوسئ. او دې نيوکو ته هم چمتو اوسئ چې خلک مو پرېښودل چې ډېر څه، بې له دې چې د اثبات اسناد وړاندې کړي، ووايي. هسې هم تاسې ته دا ممکنه نده چې پر هر هغه څه چې ورته اړتيا ده، وپوهېږئ او بيا دغه معلومات د هر چا د ننگولو لپاره وکاروئ.

خو ډاډه اوسئ چې په اورېدونکو کې مو داسې څوک شته چې پر هغه څه چې تاسې ونه پوهېدئ، پوهېږي. او د متقابل تماس په دې دوران کې به ډېر وخت نه وي تېر چې په دې اړه درته ووايي. او په دې سره معمولا" هغه توله چې په کار ده، ټينگېږي.

ناڅاپي پېښو ته چمتو اوسئ

تاسې به واياست چې خپل ټول معلومات مې له سترگو تېر کړي، خپلې پلټنې مې بشپړې کړي، ټول هغه دلايل مې چې ښايي وړاندې شي، له ځان سره تمرين کړي دي، يو ناڅاپه يو څوک درته زنگ وهي او مخامخ په خپرونه کې ښکنځل کوي، يا څوک سپکوي او يا پر بله کومه وسيله ستاسې زړه در ماتوي. دا کارونه کېږي.

له ځان سره يو څو ټکي چمتو ولرئ. که چېرې کوم چا بل يوه ته سپکاوى وکړ، را ودانگئ او دغو ټکو ته ورته يو څه وواياست: "ښه ده، خو ښاغلى الف دلته نشته چې ددغه ډول يوه تور ځواب درکړي او له موږ سره هم داسې کوم امکان نشته چې ستاسې د وينا سموالي پرې معلوم کړو. په همدې دليل غواړم تاسې په خپله مخه ولاړ شئ او موږ به خپرونې ته دوام ورکړو."  که چېرې د سټوډيو د کنټرولو تڼۍ (فيډرونه) پخپله چلوئ، نو ورو ورو ددغه اورېدونکي غږ بند کړئ (fade out ) . که چېرې تخنيکي همکار (سټوډيو مينيجر) هلته وي، نو هغه دې هم همداسې وکړي.

که چا ښکنځل وکړل، ژر مداخله وکړئ او دې ټکو ته ورته يو څه وواياست: "بښنه غواړم چې خبره مو پرې کوم، خو ښايي پوهېږئ به د هغو کسانو له ډلې نه چې غوږ يې راته نيولى، کېدى شي ځينې پر هغه څه چې همدا اوس مو وويل، وځورېږي. ځکه نو بل اورېدونکي ته وار ورکوم."

له اورېدونکو نه هم بښنه وغواړئ. تر هغو چې په دوى پورې اړه مومي، نو دا بي بي سي وه چې د دوى په کورونو کې يې ناوړه ټکي وغږول. د ناوړه ژبې په برخه کې د بي بي سي نشراتي تگلاره (ايډيټوريال پاليسي) يو ځل بيا در په زړه کړئ. دغه راز وگورئ چې په ژوندۍ خپرونه کې له جدي پېښو سره د چلند په اړه په کې څه راغلي دي.

هڅه وکړئ چې دا ناڅاپي پېښه درنه لار ورکه نه کړي. که چېرې مو خبرې معقولې او په ولکه کې وبرېښي، نو مخکنۍ گناه ته د چا دومره پام نه ور اوړي او ټول يې هېروي.

که د خيالي داستاني څېرې مېرمن جېن بوردې په څېر ( له مبالغې ډک او ايديالستيک) چلند وکړئ، نو سخت به خندني وبرېښئ.

بي بي سي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 273 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58