د نظرونو اورېدل

ساخت وبلاگ

غوږ ورته ونيسه  

د لوسي کېنګ لیکنه 

په دې اړه چې نظر يا (feedback) دې څنگه وي او څنگه دې واورول شي، ډېرې خبرې شوي دي. خو په پرتليز ډول په دې اړه چې څنگه دې واورېدل شي، ډېر څه نشته. خو دا يو دوه اړخيز بهير دى او دا چې يو څوک feedback څنگه بولي او څه ځواب ورته وايي، هماغومره ارزښت لري چې څنگه نورو ته خپل نظر يا feedback ورکوي.

د بي بي سي د نړيوالې څانگې د تعليمي برخې استاده لوسي کينگ داسې مشوره لري:

  • غوږ ونيسئ چې څوک څه درته وايي
  • د موضوع د لا روښانتيا لپاره پوښتنې وکړئ
  • د ځانگړو جزيياتو په اړه وپوښتئ
  • وپوښتئ چې په راتلونکې کې څنگه همدا کار په بل ډول ترسره کولى شئ.

 دفاعي حالت مه نيسئ

کله چې يو څوک انتقادي نظر يا feedback درکوي، سخته هڅه کوئ چې دفاعي حالت ونه نيسئ.

په همدې سره سړى کولى شي خپل ځان وپېژني او د ځان په اړه د نورو نظر ځانته معلوم کړي. نو هڅه وکړئ هغه څه چې ويل کېږي، واورئ او پر خپله ښه يې راولئ.

په ياد موي وي چې که د چا پرنظر يا feedback مو د غور لپاره يو څه وخت تېر کړ او وروسته مو پوښتنې وکړې، باک نشته. 

ځنډ

که چېرې د غور لپاره ځنډ په کار وي، نو پروا نه لري که د غونډې د ځنډولو غوښتنه وکړئ.

مهمه ده چې خپل نظر او فکر نورو ته وروسوئ، خو مخکې تر دې چې ځواب واياست ژور فکر پرې وکړئ. 

چې يو ځل مو فکر ښه راټول کړ او هغه څه چې تر اوسه ويل شوي دي په کافي ډول حلاجي کړل، بيا نو د بلې کتنې غوښتنه وکړئ.

راکړه او ورکړه

په ياد لرئ چې نظر ورکول يا feedback دوه اړخيز بهير دى. 

ځان ډاډه کړئ هغه څه چې درته ويل کېږي، تاسې ته روښانه دي. هڅه وکړئ هغه څوک چې نظر يې درته اورولى، هغو ټکو ته چې تاسې يې په ځواب کې ورته واياست، هم غوږ ونيسي.

چې يو ځل هر څه پخپله تاسې ته روښانه شول، بيا نو د راتلونکې گام په اړه فکر کولى شئ.

پام ټول ساتل

تاسې يوه روښانه او دقيق نظر يا feedback ته اړتيا لرئ، نو چې کله له چانه د هغه نظر غواړئ، پخپله هم تر وسه وسه دقيق اوسئ.  هغه چاته چې نظر درکوي وواياست چې د خپل کار پر ځانگړي اړخ پوهېدل غواړئ.

له دې لارې د گډوډو عمومياتو پر ځاى، گټور او متمرکز ځوابونه تر لاسه کولى شئ.  

نور گامونه

د feedback يوه برخه داده چې پر راتلونکو گامونو موافقه وشي چې وروسته څه په کار دي؟

ډېره شونې ده چې په عمل کې  د ورکړ شوي نظر يا feedback د پلي کولو لپاره مرستې ته اړتيا ومومئ، نو ځکه پر دې هم خبرې وکړئ چې دا برخه به څنگه کېږي. پر دغو مواردو درسره فکر وکړئ:

  • له خپل مخامخ امر نه د مرستې غوښتنه.
  • په پرله پسې ډول د راغلو بدلونو غوښتنه چې له مخې يې خپل کار پلان کړى شئ
  • د روزنې او لارښوونې غوښتنه

رېښتوني اوسئ

د ډېرو ژمنو شوق ايسته وغورځوئ. تاسې بايد رېښتوني هدفونه وټاکئ، نه هسې يو څه چې پلي کول يې ناشوني وي.

د عمل داسې يو پلان طرحه کړئ چې دواړو ته يې پلي کېدل عملي برېښي.

بي بي سي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 258 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58