د فلم اخیستلو مهارتونه

ساخت وبلاگ

د فلم ثبتولو په اړه د سلي وېب لنډې لارښوونې

د تصوير (شاټ) اندازه:

دلته د بېلابېلو اندازو تصويرونه (شاټونه) په کار دي چې يوه صحنه د ترتيب (پرله پسې والي) له مخې ايډيټ کړى شئ،

د هرې اندازې تصوير جلا جلا معلومات وړاندې کوي. که دا مثلا" ښيي چې يو کس چېرته ولاړ دى، يا څه کوي، يا څوک دى، يا څه فکر کوي،

کله چې د چا په اړه غږېږئ، نو زړه مو غواړي چې ويې وينئ،

د فلمي صحنو د ترتيب د پېژندنې لپاره د هرې اندازې د تصوير لپاره د هغه د نامه معمول لنډيز وپېژنئ:

XLS-  Extreme long shots ( بيخي لېرې شاټ) 

د جغرافيې لپاره. موضوع په کې د پېژندنې نه وي.

VLS- Very long shot( ډېر لېرې شاټ)

د شا صحنې په کې ډېرې روښانه وي. د تصوير اصلي څېره  د فريم يا چوکاټ نژدې درېيمه برخه نيسي.

LS- Long shot (لېرې شاټ)

د تصوير اصلي څېره ټول فريم يا چوکاټ نيسي، خو شاليد په کې لا هم پاموړ ځلاند دى.

MLS- Medium long shot #1 (نيم لېرې شاټ)

هغه منځنى لېرې شاټ چې تر زنگنو کوز وي، د خوځند هدف له پاره ښه دى چې حرکات يې وښيي

MLS- Medium long shot #2 (نيم لېرې شاټ)

تر زنگنو پورته منځنى لېرې شاټ د هغه هدف د حرکاتو د ښودلو لپاره ښه دى چې ولاړ وي،

MLS- Mid shot  (د نيم واټن شاټ)

د حرکاتو دښودلو لپاره غوره دى. پر شخص او د هغه پر کړنو پام ساتئ.

MCU- Medium close-up (نيم نژدې شاټ)

يوازې د اوږدې تر سره رسېږي. د مرکو لپاره غوره دى.

CU- Close-up (نژدې شاټ)

تر زنې پورې را اخلي. ښيي چې څوک څوک دى او ښايي په سر کې يې څه تېرېږي.

BCU- Big close-up (لوى نژدې شاټ)

تر وروځو او زنې پورې رسېږي. ډراماتيک راځي، خو ښايي غير طبيعي شي.

XCU- Extreme close-up (بيخي نژدې شاټ)

يوازې سترگې او پوزه وي او همداسې بايد پاتې شي.

چوکاټ (فريم)

له زاويو نه کار واخلئ چې ژورتيا وښودل شي... نو ځکه وار له واره پر ثبت مه وردانگئ، ثبت له قطر نه پيل کړئ. دغه راز:

مه پرېږدئ چې د تصوير د اصلي هدف له سر نه روښانه ليکې راوځلېږي

مه پرېږدئ چې د خلکو پر سرونو څه شى وبرېښي

په ښه فريم جوړولو سره تلوسه راوټوکوئ. له دې نه د موضوع په بيان کې گټه واخلئ

د "درېيمې قاعدې" په کارولو مو مطلب سره وپييئ

کله چې کمره عياروئ نو لوړوالي، موقعيت او زاويه په پام کې ونيسئ، ددې لپاره چې د شاټ د اندازې د اړولو پر مهال صحنه ناڅاپه پرې نه شي، زاويه واړوئ.

لينزونه (عدسيې)

ډېرئ کمرې د رانژدې کولو (زوم) معياري عدسيه (لينز) لري، مانا دا چې کولى شئ هم د پراخې زاويې (وايډ انگل) شاټ واخلئ، هم بيخي رانژدې شوى (زومډ اين) فوټو شاټ او د دوى ترمنځ د نورو اندازو شاټونه.

د پراخې زاويې لينز هله وکاروئ چې:

شيان کوچني او يو له بل نه لېرې او جلا وښيي

په شاټ کې ډېر جزييات او شاليد راشي

کمره پرځاى او ثابته وساتي

ډراماتيک خوځښت رامنځته کړي

وړې خونې لويې وښيي.

د تنگې زاويې (ټيلي فوټو) لينز هله وکاروئ چې:

شيان لوى وښيي،

په شاټ کې شاليد لږ راشي

پام له يوه شي نه بل ته واړوي

خوځنده شى د اوږدې مودې لپاره په فريم (چوکاټ) کې وساتي

د شيانو ترمنځ فاصلې رانژدې کړي

په هغه مرکه کې چې شاليد يې د پام له مرکز نه وتلى (اوټ آف فوکس) وي.

له حده پورې وتل

حد څه شي ته وايي او ولې بايد پښه ترې وانه ړول شي؟

حد د دوو شيانو ترمنځ وي او دا په دې دريو کې يو شى کېدلى شي:

هغه لورى چې يو شى ور روان دى (لکه اورگاډى چې پر پټلۍ ځغلي)،

هغه حد يا کرښه چې دوه تنه په کې يو بل ته مخامخ گوري (لکه په مرکو کې)،

هغه حد يا کرښه چې د يوه کس او هغه شي ترمنځ شته چې دى يې پر لور ور روان دى(لکه موټر).

ځانته بايد روښانه کړئ چې د کرښې يا حد له کومې درجي له اړخه غواړئ فلم واخلئ. چې يو ځل مو دا روښانه کړه او له يوه اړخ نه مو خپل پراخ تصوير (وايډ شاټ) واخيست، نو  بيا بايد خپل منځنى تصوير (ميډ شاټ) او نژدې تصوير (کلوز آپ) هم له همدغه اړخه واخلئ.

که دا کار ونشي، له ليدونکي نه لار ورکېږي او ډېر ځله هېڅ مانا نه ښندي.

د کمري خوځښت

ځينې خوځښتونه تر نورو غوره وي. ښه يې دادي:

کوږ خوځښت پاس يا لاندې

اړخيز خوځښت له يوه لوري بل ته

د کمرې له فزيکي خوځښت سره جوخت د هغې تعقيب. کولى شئ له پټلۍ نه کار واخلئ، په لاس کې درسره واخلئ او يا ورته بل چل ومومئ

خپل تصوير (شاټ) په پيل او پاى کې پنځه ثانيې همداسې وساتئ چې د ايډيټ پر مهال د سړي لاس آزاد وي.

له دغو نه يې ډډه په کار ده:

که چېرې موعدسيه کښېکاږله (لينز مو زوم کړ) نو ورسره د تصوير زاويه (د شاټ انگل) هم اوړي. دا غير طبيعي برېښي نو ځکه يې په نيولي لاس کاروئ.

خو په هرحالت کې چې کله کمره خوځوئ نو بايد يو ښه دليل ورته ولرئ.

پېيل

خپل ځان او خپل کمره چلوونکې ته د هرڅه روښانول هغه څه دي چې هېڅلکه يې له کولو پرته کار مه پيلوئ. خو پر نورو څيزونو هم پام ساتنه ضروري ده:

پيل او پاى مو په يوه روښانه چوکاټ (فريم) سره وکړئ،

له يوه حالت نه بل ته د بېلابېلو اندازو پر شاټونو (تصويرونو) واوړئ چې د ايډيټ لپاره مو لاس پرانستى وي،

پرله پسې والى له پامه مه غورځوئ (لکه دا چې کوم لاس کارول شوى، شيان چېرته ايښي وو او خلکو څنگه کتل).

د تصوير (شاټ) اندازه اړوئ، د تصوير (شاټ) زاويه اړوئ.

 چې څومره نژدې تصوير (کلوز آپ) او له يوې صحنې نه بلې ته تېرېدل (cutaways)  ډېر وي هومره ښه ده. غوره به وي که له کلوز آپ نه د وخت د چټکې تېرونې لپاره کار واخيستل شي.

او په نوي ډول فکر کوئ. که په سر کې مو څه در گرځي نو له ځانه سره واياست چې "ښه ده، ولې نه!" 

بي بي سي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 266 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58