مرکه ورکونکوسره منصفانه رویه

ساخت وبلاگ

خو تقریبا په ټول بروډکاسټ ژورنالیزم کې د یوې مرکې د اصلي دلیل پټول فریب ګڼل کېږي. د خپرونې وړاندې کونکی کولاې شي اضافي پوښتنې وکړي او باید جالب ځوابونه تعقیب کړي- دا میلمه ته کمین نیول او دهغه ناڅاپي راګیرول ندي.

منځکړي

د ځینو میلمنوسره – لکه سیاستوال، دولتي شخصیتونه، دسوداګري چارومشران- معمولا تاسو دهغوې یو مرستندوې یا سکرټرسره مخ کېږئ چې هڅه به کوي هرڅومره چې شونې وي له تاسو ډیر جزییات ترلاسه کړي.

هغوې حق لري پدې لاندینیو شیانو وپوهېږي:

  • مرکه به څوک کوي
  • دا مرکه د کومې خپرونې یا خپرونو لپاره ده
  • آیا مرکه به ژوندۍ یا ثبت شوې خپرېږي
  • آیا کوم بل میلمه سره به هم بحث کېږي،که وي نو هغه څوک دی
  • د مرکې د موضوع پراخه ساحه- که تاسو غواړئ چې کومې ځانګړې ادعاګانې وکړئ، هغوې حق لري په دقیقه توګه وپوهېږي چې ادعا ګانې به په کومو الفاظوکېږي.

خو، که کوم پیاوړی دلیل نه وي موجود، تاسو باید تل د دغولاندینیو غوښتنو په وړاندې انکار وکړئ:

  • پوښتنې له وړاندې ورکول
  • د مرکې د اوږدوالي موده له وړاندې ټاکل
  • د موضوع د ساحو په اړه د مرکې د یوې برخې یا د اوږدوالي د مودې ټاکل
  • د ځینو موضوعاتو څخه ډډه کول
  • میلمه ته داحق ورکول چې د مرکې له ثبت نه وروسته هغه ټوله لغوه یا اصلاح کړي، یا ېې په کوم بل ډول کنټرول کړي  

څنګه ځان ډاډه کولاې شئ چې د میلمه په غوره کولوکې په بشپړ ډول خپلواکه وئ او کوم اغېز یا فشار درباندې نه وو؟

’’ منصفانه رویه اساسا پدې معنا ده چې د خپرونې برخه وال میلمانه مو وپوهېږي چې د هغوې له مرکوڅخه به څرنګه کار اخیستل کېږي’’

ستاسو خپلواکي کېداې شي د تبلیغاتي کارکونکو اومطبوعاتي چارو مسولو مامورینو پوسیله زیانمنه ښکاره شي. له هغوې سره ستاسو له خپرونې بهر اړیکي،د یو ډول میلمه په پرتله بل ډول میلمه بهتره ګڼل، یا داسې ښکاره کېدل چې تاسو کومه اجنډا لرئ- کولاې شي ستاسو خپلواکئ زیانمنه کړي.

د مطبوعاتي چارو مامورینو خبرې واورئ،پروا نه کوی، خو هرڅومره چې هغوې پرخپلو دلایلو ټینګار کوي،تاسو باید هغومره ډیر احتیاط وکړئ او دهغوې د خبرو په اړه په دقت سره له خپل مسلکي قضاوت څخه کارواخلئ.

تاسوسره ښايي د یولړ کسانو نومونه وي چې په لنډ وخت کې مرکو ته چمتو دي یا په بحثونو کې تل ښه غږېداې شي. خو آیا تل په کافي اندازه ځان ډاډه کوئ چې دا د دغې مرکې لپاره ترټولو مناسب کس دی؟ آیا دهغوې اجنډا ستاسو په خپرونو کې نه څرګندېږي؟

او د اجتماعي اړیکو مسله څنګه ده؟ پداسې حال کې چې پدې کې کومه ستونزه نشته چې یوکس یوځاې ډوډۍ خوړلو ته راوبولئ، د پارلمان یوغړی میلمه کړئ یا په یو کلب کې د ورزشي ټیم غړوسره وګورئ، خو یو مسلکي بیلتون یا واټن باید وساتئ- داسې یو بیلتون چې مخاطبین ورباندې پوه وي.

فشار یا ځورول؟

معمولا ښايي پکار وي چې ټینګار وکړئ او یو میلمه وهڅوئ چې په خپرونې کې ګډون وکړي او مرکه درسره وکړي. خو له حده ډیر فشار کېداېشي زیان ولري، په تېره بيا که هغه کس بلد نه وي چې دخلکوپه وړاندې په عام محضر کې څرګندشي، خبرې وکړې.

له ځانه وپوښتئ:

  • آیا تاسو د میلمه په اړه جدې ادعاګانې کوئ؟
  • آیا خلک دلچسپی لري چې ددې شخص خبرې واوري ؟
  • آیا سخته یا نا شونې ده چې ددې شخص د خبرو اوریدو نه پرته حقیقت معلوم شي یا بې پرې اوسئ؟

په عمومي توګه، که تاسو داسې حالت ته ورسېږئ چې د بالقوه میلمه سره مو شخصا خبرې کړي،اوپه واضح ډول مو ورته ویلي که مرکې ته حاضر نشي نو تاسو به په خپرونې کې وواېې چې له پلاني شخص څخه مو غوښتنه وکړه خو حاضر نشو( تشه څوکۍ)، او که ځواب ېې بیا هم ’نه’ وي نو هغه ته نور ټیلیفونونه کول ښايي د ځورولو په معنا وي.

خو، که په موضوع یا حالاتوکې بدلون راشي، دابه کاملا پرځاې اوسمه وي چې بیا هماغه میلمه سره اړیکې ونیسئ، مثلا که په ورځپاڼوکې یو نوی خبر خپورشوی وي یا په همدې موضوع کې یوچا نوې خبرې کړې وي.

 

د ور مخې ته ورتلل(Door stepping)

په عادې توګه د منلو وړ ده  چې هڅه وکړئ دیوې غیر رسمي مرکې ترلاسه کولو لپاره د یوچا ور/ دروازې ته ودرېږئ، خو یقینا چې شخصي کور یاشخصي ځاې باید نه وي.

که دیوچا پرخلاف جدې ادعاګانې کوئ، په دقیقه توګه مو ورته توضیح کړې وي چې دا ادعاګانې څه دي، او هغوې بیا هم له  مرکې کولو یا د کومې وینا له خپرولوڅخه انکار کړی وي، ښايي سمه به وي چې د هغه ور/ دروازې ته ورشئ.

خو تل باید لومړی حتما له هغه سره معمولي خبرې وکړئ حتی که تاسو ډاډه هم یاست چې رد به ېې کړي.

کله باید د یوچا له تعقیب نه لاس واخلئ

باید ترهغوپورې له یو میلمه نه لاس وانخلئ چې تاسو ته یقیني شي چې هغوې دقیقا پوهېږي چې ولې ورسره غواړئ خبرې وکړئ.  خوکه له بشپړې پوهې سره ېې له مرکې نه انکار وکړ، باید نورېې پرېږدئ، مګر داچې په کیسې کې بدلون راغلی وي.

میلمانه، یا معمولا دهغوې ویاندان، باور لري چې که د مرکې بلنې ته ’نه’ ووايي نو موضوع له منځه ځي او ختمېږي. که تاسو غواړئ چې ددې سره بیاهم هغه کیسه یا موضوع خپره کړئ، باید داخبره ورته ښه روښانه کړئ.

اوکه غواړئ چې د نه حاضریدونکي میلمه پرځاې ’ تشه څوکۍ’ کېږدئ، باید ورته وواېې. په ډاګه ېې کړئ چې تاسوغواړئ وپوهېږئ چې هغه ولې له مرکې انکار کوي او تاسو به دهغه دا دلیل په خپرونې کې خپورکړئ.

د بي بي سي د خپرونولارښودونو(BBC editorial guidelines ) کې د سیاسي خپلواکۍ، د خپرونو له میلمنوسره روېې، دځواب حق او خصوصي حریم مسلو لکه د چا وره ته ورتللو په اړه ځانګرې لارښوونې شته دي.

 

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 275 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:58