خپل کاري لست داسې تنظيم کړئ چې هغه شيان چې ډېر درنه هېرېږي، در په زړه کړي، خو تل پر دې څيزونو پام ساتئ:
پر موضوع پام ټول ساتئ. د موضوع هغه زاويه وټاکئ چې څېړل يې غواړئ او د دغه کار تر ټولو غوره لاره وسنجوئ. که شونې وي له دفتره تر وتلو مخکې، د ځان د ډاډه کولو لپاره ټول ضروري ټېلېفونونه وکړئ. له مرکه کېدونکي او يا هغه چا سره چې هغه ته مو بايد ورپرېږدي خبره يو ځل بيا پخه کړئ او مثلا" معلومه کړئ چې بل ځاى ته هم تگ شته يا بل مرکه کېدونکى هم په پام کې دى او که نه؟
وخت در سره تل لږ وي نو ځکه هر څومره چې اوس ډېر کارونه بشپړکړئ، وروسته به مو ستونزه کمه وي. د کمرې د کار لست (ياددښتونه) او د (بي بي سي) د روغتيا او امنيت خطرونو د فورمې ډکول درنه هېر نشي. پر هوا هم نظر ساتئ ځکه چې دا هم هغه ستونزه ده چې نه وي نو ښه ده. ښايي چترۍ درسره واخلئ.
چې څنگه مو فلم اخيستل پيل کړل، بيا نو ترې پام بلې خواته مه اړوئ. پر څراغونو نظر ساتئ، په تېره بيا د سپينې (رڼا) تولې ته پام ساتئ. پر دې هم فکر کوئ چې د موضوع فلم پر څه ډول اخيستل غواړئ:
د صحنو د پرله پسېوالي په اړه نور معلومات تر لاسه کړئ
خو صحنې مه تمثيلوئ. عادي خلک ممثلين نه دي او ډېر لږ يې دا کار په ښه ډول ترسره کولى شي. ستاسې هدف دا دى چې د پام وړ کس هغسې حرکات ولري چې گواکې تاسې هلته نه ياست.
له هرې صحنې نه تر تگ وړاندې يو څو احتياطي تصويرونه (شاټونه) هم واخلئ چې ښايي په کار مو شي. ښايي دا خبره د لمر غوندې روښانه وبرېښي چې ويلو ته يې گواکې اړتيا نشته (خو پر ډېرو خلکو لږ تر لږه يو ځلې دا کار شوى) (نو تاسې) په ځير وگورئ چې کسټ مو ثبت شوى وي او دومره مواد درسره ټول شوي وي چې پکيج (رپوټ) ترې جوړ شي.
تر دې ټولو ورهاخوا، د ثبت په تخنيکي اړخونو کې بيخي ځان مه ورکوئ. د ژورنالست له سترگو ورته وگورئ: څه چې ويل کېږي واورئ او ښه شاټونه او غوره غږيزې ټوټې درسره په نښه کړئ.
د ايډيټ تر پيل وړاندې يو ځل بيا د خپل مطلب پر بڼې غور وکړئ. د پيل صحنه به څه وي؟ کومې مرکې يا غږيزې ټوټې مو رېښتيا په کارېږي؟ او څنگه به يې پايته رسوئ؟
له ځانه تل دا پوښتنه مه هېروئ چې خپل رپوټ يا پکيج څه ډول سمبال کړم چې د غوره مطالبو ډېره برخه په کې وکارېدلى شي.
بی بی سی
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 273