د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې

ساخت وبلاگ

همدا راز ولسمشر غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: « تاسو د هېواد د نوي او راتلونکي نسل مثبته بېلګه یاست او د جمعې د ورځې( عقرب پنځمه) پایلوبه د هغه ملت اراده ده، چې هېڅ وخت تهدید ته نه تسلېمېږي»

ولسمشر غني شاهین آسمایي ټیم ته ژمنه ورکړه، چې حکومت تیار دی څو په آسیایي لوبو کې د لوبغاړو لوبېدلو ته لازمې آسانتیاوې تیارې کړي. ټاکل شوې ده، د لیګ ګټونکی ټیم(شاهین آسمایی) د افغانستان په استازیتوب په آسیایي لوبو کې ګډون وکړي.

ولسمشر ویلي دي، چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به ۱۰۰ بورسونه د فوټبال لوبغاړو ته ډالۍ شي او د هېواد په ټولو ولسوالیو کې به سپورټي لوبغالي جوړ شي.

په دغه لیدنه کې د فوټبال فني معاون یوسف کارګر له افغان حکومت څخه ورزش ته له پاملرنې مننه وکړه او وویل: « د فوټبال لوبغاړو په ملي او نړیوالو لوبو کې په ښه ځلیدو سره وکولای شول، چې لویې لاسته راوړنې ولري او د افغانستان نوې څهره نړیوالو ته وروښيي».

د شاهین آسمایي روزونکي سید محمد هاشمي او د میوند اتلانو روزونکي فیض محمد فیض هم په دې لیدنه کې ګډون درلود او له ولسمشر څخه په مننې یې له نوموړې څخه وغوښتل، څو د لوبغاړو ستونزو، په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د هېواد د آتو زونونو له آتو تيمونو څخه جوړ دی. دغه لیګ د «یو ملت، یو آواز» په شعار سره په کابل کې ترسره شو، چې په پای لوبه کې شاهین آسمایي د ۴-۳  په پایلې سره د میوند اتلانو ته ماتې ورکړه او څلور ځلې پرلپسې ددې سیالو اتل شو.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : افغانستان,قهرمانان, نویسنده : hunews بازدید : 240 تاريخ : دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:36