شپږم حس څه شی دی؟

ساخت وبلاگ

zویل کېږي دا یو ډول خبرداری ورکوونکی سیسټم دی، چې د افرادو له چلند، پرېکړو، او تیروتنو مخکې هغوی ته خبرداری ورکوي. په دې ډول هر انسان د دغه حس درلودونکی دی، خو دا  د ده په ځیرکتیا پورې اړه لري، چې څنګه دغه حس پر کار واچوي، یا کار ترې واخلي.

کله کله د انسان دغه حس له عقل او منطق څخه مخکې وضع څېړي او د بدن په ژبه یې ژباړي، یعنې مخکې له دې چې تاسې د یوې پېښې پر مثبت او منفي اړخ فکر وکړی، شپږم حس مو خبر درکوي، چې دغه شی مثبت دی یا منفي.

یو نیم ځل به تاسو له داسې پېښو سره مخ شوي یاست، چې زړه مو درزېږي او پر تندي مو خوله راځي. ژر ژر ساه وباسی او په ساړه ژمي کې مو پر تندي خوله روانه وي. دلته ستاسې شپږم حس تاسو ته د یو څه پیغام درکوي.

مخکې له دې چې بحث ته لاړ شی یا غلا درباندې ثابته شي، پر تندي مو خوله راځي او د خپلې ناکامۍ احساس کوی، ممکن هېڅ خوله درباندې رانه شي، خو شپږم حس مو د یوې موضوع او مسلې په اړه وار د مخه خبروي.

شپږم حس سړی کنجکاوه ساتي

له یو چا سره په ټلیفون خبرې کوی، خو سملاسي ور پرانیزی چې چا خو به مې خبرو ته غوږ نه وي نیولای، ممکن حس مو سم وي، یا کېدای شي هېڅوک هم نه وي، خو دغه حس تاسو احتیاط ته رابولي.احتیاط او په انسان کې د پېښې او مسلې په تړاو د څېړنې او پلټنې انګېزه ټوکول د شپږم حس ځانګړنې دي.

شپږم حس سړي ته د هغو څيزونو د درک ځواک ورکوي، چې جوت او ښکاره نه دي.

تاسو به له شاعرانو اوریدلي وی، چې وایي: پر ما الهام راځي. نالوستی سړی به وي، نه فکر کوي او نه خپل فکر پر کار اچوي، خو ښکلي شعرونه به لیکي. الهام بل هېڅ شی نه دی، همدغه شپږم حس دی. که شاعر د ریاضت له لارې خپل شپږم حس په ځان کې ښه وروزي، تر ټولو ښه شعر به لیکي.

سرچینه: yaraan.com

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 206 تاريخ : دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:36