دولتي چارواکي د عسکرو له کونډو د جنسي استفادې غوښتنه کوي

ساخت وبلاگ

امریکا هڅه کوي چې د عامو افغانانو زړونه لاس ته راوړي، خو لومړی باید د افغان عسکرو زړونه او ذهنونه وګټي.

ساپکو همدا راز د سیګار راپور نشر کړی او ویلي یې دي چې امریکا څه دپاسه ۷۰ میلیارده ډالره د دولتي عسکرو په روزنې ولګول، خو دولتي ځواکونه د دې وړتیا نه لري چې د امریکا له شتون پرته خپل هیواد پخپله وساتي.

راپور کاږي چې د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې فساد، بې سوادي، غلا، شوکه، جعل کاري او ځاني تلفات ورځ تر بلې زیاتیږي او دا ناوړه اعمال اوس د امنیتي ځواکونو په لیکو کې په عام کلتور بدل شوي.

راپور وايي چې د ملي اردو د هرې کچې قومندانان په فساد کې ښکېل دي او د مخدره موادو په قاچاق، رشوت، د ځمکو غصب او د پوځي مهماتو په خرڅولو کې لاس لري.

د سیګار راپور لیکي چې پولیس په لویو لارو کې عام مسافر شکوي او په زور ترې پیسې اخلي او د انکار په صورت کې د موټر ښیښې ورماتوي او کله خو مسافر د ځان او مال له ګواښ سره هم مخ کیږي.

د راپور په وینا، داسې هم شوي دي چې پولیسو د بار وړونکو موټرو چلوونکي برمته کړي او بیا یې د خوشې کولو په مقابل کې د موټرو له مالکانو څخه د پيسو غوښتنه کړې.

سیګار د امنیتي ځواکونو په لیکو کې غلاوو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې يې ده چې عسکر او پولیس تیل، وسلې، مهمات او نور هغه توکي چې امریکا او ناټو ورکړي، په پټه د خرڅلا لپاه عرضه کوي او کله خو یې په طالبانو هم خرڅوي.

که څه هم د دولت د امنیتي ارګانو په لیکو کې د مالي او اخلاقي فساد راپورونه د افغانانو لپاره نوې موضوع نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د لوړپوړو قومندانانو لخوا د وژل شوو عسکرو له کونډو څخه د جنسي رشوت غوښتنه رسنیزه کیږي.

تر اوسه ګډحکومت د یادې امریکايي ادارې د راپور او د جان ساپکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : چارواکي,استفادې, نویسنده : hunews بازدید : 237 تاريخ : دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:36