داعش او د هغه سناریو لیکونکي

ساخت وبلاگ

د انګلستان د جغرافیې په کچه نیمایي عراق او نیمایي سوریه یې نیولې ده. ډېری په دې باور دي، چې داعش له القاعدې څخه بېله شوې سرسخته اسلام پاله ډله ده، خو که ددې ښکارندې رېښو، ځانګرتیاوو او چټکې ودې ته وکتل شي، داعش د تنظیم په پرتله دولت ته نږدي جوړښت دی او له القاعدې سره ډېر توپيرونه لري. داعش د القاعدې کومه نوې نسخه نه، بلکې د اېډیالوژۍ، پیدایښت او لومړيتوبونو له مخې جلا ډله ده، ځکه داعش غواړي ټولنه له آره بدله کړي او د همدې بدلون لپاره د جهادي ایډیالوژۍ په چوکاټ کې له وحشته کار اخلي او ځینې وخت افراط هم کوي. د استعمار او مسلمان دېکتاتور ترمنځ توپیر نه کوي. یو دولت دی او ټاکلې جغرافیه لري، خو برعکس القاعده بیا داسې کومې ځانګړتیاوې نه لري.

داعش ډلې ددې څلورو کلونو په بهیر کې دومره قوت وموند، چې آن لاس یې تر امریکا، فرانسې، انګلېستان او افغنستان پورې ورسېد، هلته یې لویې لویې چاودنې وکړې او په لسګونو خلک یې ووژل، چې د دې ډلې اصلۍ موخه هم په ټوله نړۍ کې د اسلامي خلافت رامنځته کول دي. د یادې ډلې د پراختیا او پیاوړتیا لاملونه په درېیو برخو کې خلاصه کېدای شي: لومړی هغه یې مالي بسیاینه ده. داعش ډلې د سوریې په ختیځ کې د تیلو ډېری څاګانې ونیولې، چې د ورځې ترې نږدې دوه میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کوي. پر دې سربېره یې د الموصل ښار په نیولو سره د عراق مرکزي بانک ترلاسه کړ، چې نږدې د نیم میلیاردو ډالرو په اندازه زېرمه او سره زر یې درلودل. د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د مالیې راټولول، د بهرنیو اتباعو تښتول او د هغوی د آزادۍ په بدل کې د پیسو اخیستل او د تاریخي آثارو پلورل هم د داعش په مالي بسیاینه کې مهم رول لري.

 دوهمه برخه یې د وسلو بسیاینه ده. داعش چې کله په ۲۰۱۴ کې د عراق الموصل ښار ونیوه، زیاتې وسلې لاسته ورغلې، چې په هغو کې ډول ډول توپونه، ټانکونه او جنګي الوتکې موجودې وې او دغه لاسته راوړنه یې د سوریې په اعزاز ښار کې هم درلوده. درېیمه برخه چې د دوی په پیاوړتیا کې مهم رول لري، هغه د بشري قوې زیاتوالی دی. داعش چې له یو لک او شل زرو زیات سرتیري لري، د عامو خلکو له ملاتړ هم برخمنه ده، چې د سرتېرو شمېر یې ورځ تر بلې ډېرېږي او د بهرنیو هېوادونو په زرګونو ځوانان هم د داعش په لیکو کې جنګېږي.

داعش په عربي نړۍ کې له قوت موندلو وروسته، د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې افغانستان او پاکستان ته مخه کړه، چې پاکستاني طالبانو ډېر ژر له داعش سره بیعت وکړ، خو افغان طالبانو بیا په یوه لیک کې له البغدادي څخه وغوښتل، چې افغانستان دوی ته پرېږدي او په افغانستان کې د خپلو بریدونو مخه ونیسي، چې تر دې دمه ددې دواړو ترمنځ په ځینو سیمو کې سختې جګړې هم شوې دي. د داعش جنګیالي په افغانستان کې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او په دې وروستیو کې یې په کابل او نورو لویو ښارونو کې سختې حملې وکړې، چې په سلګونو بې ګناه خلک پکې ووژل شول. ښه بېلګه یې په ۲۰۱۶ کال کې د روښینایۍ د غورځنګ پر لاریون ځان وژونکي برید، په ۲۰۱۷ کال کې پر سردار داوود روغتون ډله ییز ځان وژونکی برید او په همدې کال کې څو میاشتې وړاندې د کابل په ترټولو امنه سیمه وزیر اکبرخان کې موټر بم برید دی، چې سلګونو ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، همدا اوس اوس په کابل کې پر هغو جوماتونو بریدونه کوي، چې په شیعه ګانو پورې اړه لري، خو زموږ دولت په لوی لاس غواړي، چې  د داعش ډله کمزورې وښیي او د یادو بریدونو پړه پر حقاني شبکه وراچوي. اوس پوښتنه داده چې داعش څنګه داسې یو دم راوټوکېد او پر یو نړیوال ګواښ بدل شو؟ ددې ښکارندې تر شا د چا لاس دی؟ او څوک دي، چې په لوی لاس د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کوي؟

ډېری کارپوهان پر دې اند دي، چې امریکا د داعش په رامنځته کولو کې لوی لاس لري. زه هم تر ډېره ورسره موافق یم. که امریکا دا کار کړی هم نه وي، د داعش د رامنځته کېدو او پیاوړتیا لامل یوازې او یوازې همدا امریکا ده، ځکه داعش، پر عراق د امریکا د برید او هلته د مذهبي تاوتریخوالي د رامنځته کولو طبیعي پایله ده. امریکا په عراق کې له سنیانو سره داسي توپيري او له سپکاوي ډک چلند وکړ، چې آن خبره د غچ تر بریده ورسېده، چې دا د امریکا له موخو څخه یوه وه، تر څو په عراق کې د دوی پاتې کېدو ته بهانه جوړه شي.

د عراق پخواني ولسمشر ته د داعش د لومړي بنسټ اېښودونکي په ویلو سره به مو مبالغه نه وي کړې، ځکه صدام حسین له عملي، عقیدوي او لوژیستیکي اړخه د داعش د جوړلو چاره پیل کړې وه. کله چې امریکا پر عراق اقتصادي بندیزونه ولګول، له عراقي اپوزیسیون سره یې په سیاسي او تنظیمي چوکاټ کې مرستې پیل کړې، صدام حسین پوه شو، چې امریکا پر عراق د حملې نیت لري او غواړي دی ګوښه او حکومت یې ړنګ کړي. هغه وخت صدام حسین پرېکړه وکړه، چې الله عزوجل ته مخه کړي او د احتمالي یرغلګرو پر وړاندې د مقاوت لپاره جهاد او اسلامي هویت راخپل کړي. ددې کار لپاره یې مهم کارونه وکړل، چې یو له هغو، له رضا کاره ځوانانو څخه یې د صدام فدایانو ملېشې رامنځته کړې او همدغه ځوانان نن د داعش په لیکو کې جنګېږي، ځکه د سلَفي جهاد تیورسن الشیخ ابو محمد المقدسي دا داعش جنګیالي «نوي اسلامپال» بولي او زیاتوي، چې ډېری یې د «صدام فدایان» دی او اوس د قناعت له مخې له داعش سره یو ځای شوي دي. دا هم کومه ناببره خبره نه ده، چې د البغدادي دوه مهم مرستایالان د عراقي پوځ پخواني جنرالان دي، چې یو له هغو ابو مسلم الترکماني نومېږي. د صدام پوځ د عراق واکمن امریکایي جنرال پول بریمر ړنګ کړ، جنرالان او سرتیري یې وشړل، چې وروسته د عراق په کوڅو او بانډو کې ترور شول او دا چې داعش ولې د جګړې په ډګر کې دومره بریالی دی، لامل یې په سرتېرو کې د د عراقي جنرالانو شتون دی، چې دا کار په لوی لاس د امریکا له لوري تر سره شوی.

د داعش په مالي بسیاینه کې هم امریکا لوی لاس لري، ځکه امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د بشارالاسد پر حکومت د تېلو بندیز ولګاوه او بشارالاسد دې ته اړ شو، چې خپل د اړتیا وړ تېل له داعش ډلې واخلي او تېل د داعش لویه مالي سرچینه ده.

امریکا ددې لپاره چې نړیوالو ته وښيي، داعش د دوی د لاس زېږنده نه ده او د داعش د له منځه وړلو هوډ لري، پر داعش ډله یې هغه وخت سختې هوایي بمبارۍ وکړې، چې اریبل د داعش په لاس د سقوط له ګواښ سره مخ شو. امریکا په دې کار سره نه یوازې دا چې د نړیوالو اند یې بدل نه کړ، بلکې دغه بمبارۍ د داعش ډلې د لاپیاوړتیا لامل شوې، ځکه د هغو جنګیالیو مورال لا پیاوړی شو، چې د داعش په لیکو کې جنګېدل او د عراق په ځوانانو کې دا ذهنیت رامنځته شو، چې په ريښتیا هم داعش د امریکا د لاس زېږنده نه ده. امریکا ورته کار په افغانستان کې هم تر سره کړ. د ۱۳۹۶ کال په لومړیو کې یې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر مرکزونو د بمونو مور وکاراوه، چې له اټومي بم وروسته دوهم لوی بم ګڼل کېږي، خو ددغه بم د کارولو تر شا نورې سیاسي موخې موجودې، چې یوه له هغو یې نړیوالو ته، په ځانګړې توګه روسيې ته د خپل قدرت ښکاره کول وو.

کله چې امریکا غواړي، پر یوه سیمه یرغل وکړي، هلته داسې یوه ډله رامنځته کوي، چې ددوی له نظره تروریسته وي، ښه بېلګه یې ۱۶ کاله وړاندې پر افغانستان یرغل بللی شو. دا کار یې یو ځل بیا تکرار کړ، کله چې امریکا ولېده، چې نور په عراق کې دوی ته د پاتې کېدو کومه هيله نه ده پاتې، نو سمدلاسه یې داعش رامنځته کړ او بېرته یې نظامي لاس وهنه وکړه او دا چاره یې په افغانستان کې هم ترسره کړه. په دې وروستیو دوو کلونو کې یې جګړه د افغانستان شمال ته وغځوله او اوس په لوی لاس غواړي د داعش ډلې فعالیتونه شمال ته ورسوي، تر څو دلته د دوی د پاتې کېدو بهانه پیدا شي او په یو ډول خپل ځان منځنۍ آسیا ته نږدي کړي او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روسیې د نفوذ مخه ونیسي. بله خبره چې د امریکا ملاتړ له داعش سره په ښه توګه روښانه کوي، هغه د افغانستان د ولسي جرګې د لومړي معاون ظاهر قدیر څرګندونې دي، نوموړي څو ځله وویل، چې امریکا په چورلکو کې داعش ته وسلې وړې او څه موده مخکې یې زیاته کړه، چې کله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش څو سوه جنګیالي د طالبانو په محاصره کې وو، د امریکا جنګي الوتکو پر طالبانو سختې بمبارۍ وکړې او د داعش محاصره یې ماته کړه، خو امریکا وایې موږ د طالبانو له منځه وړلو ته ژمن یو.

په عراق کې د امریکا په لاس دوه ځلې د صدر اعظم په توګه د نوري المالکي ټاکل کېدل داعش ته لویه ډالۍ وه، ځکه امریکا په دې پوهېده، چې المالکي یو مذهبي متعصب سړی دی او له عراق څخه د امریکا له وتلو وروسته هغه یو لک کسیز سني پوځ المالکي ته وسپارل شو، چې د القاعدې د ځپلو لپاره د امریکا له خوا په ځانګړي ډول روزل شوی و. المالکي یاد پوځ دړې وړې کړ، پر نیمو یې معاشونه بند کړل او نیم یې له دندو وشړل، چې دغه سنیان د غچ اخیستلو په موخه له داعش سره یو ځای شول او د داعش د جنګیالیو مهمو برخه جوړوي، چې دا کار امریکا د پلان له مخې کړی و، ځکه دوی پوهېدل چې همداسې به کېږي، چې ښه دلیل یې د دوهم ځل لپاره د المالکي ټاکل و، په داسې حال چې په ټاکنو کې نه و بریالی شوی او بله دا چې داعش تر فرانسې ورسید خو هلته نږدې اسرائیلو ته هېڅ ګواښ نه دی او اسرائیل د داعش له موجدیت څخه هېڅ اندېښنه نه لري او نه یې تر اوسه خطر ترې احساس کړی دی، چې دا هم یو ډول د امریکا کار برېښي.

همدا د امریکا ملاتړ دی، چې نن داعش په نړیوال ګواښ بدل شوی دی او ورځ تر بلې یې قوت لا زیاتېږي او پراخه سیمې تر ولکې لاندې راولي. هر څومره ژر چې کېدای شي، باید ددې ښکارندې مخه ونیول شي، چې دا کار یوازې ددوی د مالي سرچینو په وچولو سره کېدای شي او ټوله نړۍ د امریکا پر وړاندې یو موټۍ او ورته ووایي، چې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره دې نړۍ د درېیمې نړیوالې جکړې خواته نه بیایي او دلته باید افغان دولت د داعش پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي، کنه خدای مکړه سبا به افغانستان هم پر دوهمې سوريې او یا دوهم عراق اوښتی وي.

حبیب الله غورځنګ

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : لیکونکي, نویسنده : hunews بازدید : 213 تاريخ : دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:36