د کابل ښار د امنیت په اړه د ښاریانو اندېښنې

ساخت وبلاگ

د اګست 30 د کابل ښار په یو هوټل کې د واده پر مهال د شخړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول.

له دې نه یوه ورځ وروسته د کابل په شپاړسمه حوزه کې یو شمېر کسانو پر نورو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۳ تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول.

د کابل ښار په عاشقان او عارفان سیمه کې له قاچاق ‎وړونکو سره د پولیسو نښته وشوه، چې په ترڅ کې یې دوه تنه عام وکړي زخمیان شول.

ډېری خلک د پولیسو له بد چلند څخه ډېر ځوریږي، یو تن عیني شاهد وايي: “پولیس چې د یوې پیښې پر مهال له هرې خوا راځي، غوغا یې ډېره وي، بیځایه ډزې کوي او بې وزله خلکو ته زیان رسوي”

دوې اونۍ وړاندې د ښار په لویدیځ دارالآمان سیمه کې یوه آلمانۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې د ناپيژاندو خلکو له خوا ووژل شول او یوه فنلنډۍ ښځه بې درکه شوه.

د کابل څو تنه اوسیدونکي د یو شخصي کانال خبریال ته داسې شکایتونه کوي: د ذبیح په نوم د یوې شخصي کمپنۍ موټر چلوونکی وايي: “په تمځای کې موټر کې ناست وم او یو کس مې ولید چې په تېښته وو او ډزې یې کولې، ما خپل سر ښکته کړ او ومې لید چې بیا یې ډزې وکړې نو بیا زه وتښتېدم.”

د رومل په نوم یو سړی وایي: هر لوري ته چې وګورئ غټ او واړه ټول وسلې لري، چې هره شیبه د یوې ناوړه پیښې ویره ورسره تړلې وي.

د کابل د ولایتي شورا غړی نقیب الله هاشمي وایي: په امنیتي ارګانونو کې د مدیریت نه شتون د جنایي پېښو د زیاتوالي یو دلیل دی، چې د کابل خلک یې اندېښمن کړي دي.

د کابل ښاریان ادعا کوي، چې د تورو شیشو لرونکي موټرو خلک په وېره کې اچولي او د دوی له وېرې نه ‌شي کولی په ښار کې په سمه توګه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.

د ښاریانو په وینا، کابل اوس د ویرې او ترهې یو ښار ګرځېدلی، که چېرې په کوم موټر کې تر یو ځایه ځې؛ نو په ښه زړه نشې تلی، ولسي خلک او په ځانګړي ډول د کابل ښاریان په دې برخه کې له حکومتي عسکرو زیات شکایتونه کوي، چې اصلاً هغوی په دې پېښو کې ښکیل ګڼي.

کره راپورونه وایي، چې هره ورځ له 20 نه تر 30 پوري جنایي پېښې په کابل کې رامنځته کېږي.

د رسنیو خبر دی چې وایي، د تېر کال په اوږدو کې څه باندې 1170 جنایي پیښې ثبت شوي، خو د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې کچه 1326 ته رسیدلې ده. چې د دې جنایي پيښو ترسره کوونکي اکثره د عسکرو په یونیفورم کې اوسیدلي دي.

له دې نه ښکاري چې د کابل نا اهله او فاسد چارواکي یوازې او یوازې د امریکایي ګټو او د هغوی حفاظت ته ژمن دي، نور د ولس په ساتنه او د هغوی د سر، مال، ناموس او عزت د ساتنې نه یوازې خیال ورسره نشته، بلکي برعکس ډېره ځورونه یې هم د همدې ادارې د غلو او داړه مارانو لخوا ترسره کیږي.

کله چې دوی نشي توانیدلی، چې په مرکز کې د خلکو د سر مال امنیت وساتي؛ نو څنګه به د نور هیواد د لرې پرتو سیمو امن خوندي کړای شي؟

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : ښاریانو,اندېښنې, نویسنده : hunews بازدید : 208 تاريخ : دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:36