خپل شهوت ته یې د مینې لقب ورکړی دی

ساخت وبلاگ

له هغه وروسته زموږ په پوهنتونو کې هلکان او نجونې یو ځای په ګډه سره خپل تحصیلات پر مخ وړي، خو نن ورځ کله چې زموږ هر یوه پوهنتون ته د ننه کېږي، ددې پر ځای چې د محصل له خولې یوه سمه او علمي کلمه واورې، له بده مرغه دا کلمې تر غوږو کېږي: او بچه فکرت باشد ینګه ات است، هلکه! نفري دې څنګه شوه؟ او نورې... زموږ مطلب د هلک او نجلۍ له اړیکې څخه هغه ګرمه، صمیمانه او تر ډېره پټه اړیکه ده، چې د طرفینو احساسات او عواطف پکې جدي دخالت لري او لیدل پکې دوه پر دوه او جنسیتي وي او غالباً دغه بې مورده اړیکه له پټو لیدنو، د لیکونو له تبادلې، مبایل او نورو لارو څخه منځته راځي، خو اوس پوښتنه داده چې ددې اړیکې د رامنځته کېدو عاملونه څه شی دي؟

په پوهنتون کې د نجونو او هلکانو ترمنځ په یوه ټولګي درس لوستلو دې ته لاره هواره کړې، چې دوی په آسانۍ سره له یو بل سره وويني او اړیکه ټینګه کړي.

په پوهنتونو کې د نجونو له خوا د حجاب نه مرعاتول یو له عمده لاملونو څخه دی، ځکه د حجاب مانا دا چې ښځې له نرانو سره په معاشرت  کې له بدو لیدنو څخه په امن کې وي او د هوس بازانو ښکار نشي.

د نرانو تحریکول او برعکس یو بل عامل دی، چې له بده مرغه په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو له خوا داسې حرکتونه ترسره کېږي، چې یو اوبل داسې اړیکې ته هڅوي او همدارنګه د ایمان ضعف او د اسلامي فرهنګ نه مرعاتول هم اغیزمن واقع کېدلای شي.

ځينې نجونې او هلکان د ځان ښودنې لپاره د جامو تنوع، سینګار او زینت ته زیات ارزښت ورکوي او غواړي د ځان ښودنې له لارې په پوهنتون کې یو ځای پیدا کړي، چې دوی په دې کار سره یوازې د ناروغو زړونو پام ځانته اړوي او له همغو سره دا بې موره اړیکه ټینګوي، چې په دې کار کې په پوهنتون کې د ننه ځینې کړی هم له دوی سره غیر مستقیمه مرسته کوي او هلکان چې کله په ملي جامه کې، چې یوه درنه جامه ده، پوهنتون ته د ننه نه پرېښودل کېږي، مګر نجونې چې هر ډول جامې واغوندې کوم ممانعت ورته نشته.

له بده مرغه په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د دموکراسۍ په راتګ سره د محصلانو، په ځانګړې توګه د نجونو له خوا د غرب له فرهنګ څخه کوکورانه پیروي او د غرب له خوا استعماري تبلیغات، چې نجونې یې د فرهنګي تیري سرتیري ګرځولې دي؛ نجونې او هلکان په کراره کراره د دې ناوړه اړېکې خواته بیایي.

ځیني کسان په لوی لاس خپل دوستان او ټولګيوال ملامتوي او تحقیروي یې او ورته وایي، چې ولې دې خپله آزادي سلب کړې او له کوم چا سره اړیکه نه لري، چې دا کار ډېر خطرناک ثابت شوی دی او همدارنګه ځینې کورنۍ له خپل اولاد څخه ناخبره وي او دوی په دې اړه بې تفاوته وي، چې اولاد یې له کوره بهر کوم کارونه ترسره کوي.

یو له مهمو لاملونو څخه دا دی، چې زموږ په ټولنه کې واده کول ستونزمن کار دی او ډېری ځوانان او نجونې د همدې ناوړه فرهنګ قرباني کېږي، نو دوی مجبورېږي چې د بل نامحرم سره ناروا اړیکه وساتي.

دا هغه لاملونو وو، چې نن زموږ په پوهنتونونو کې له محصلانو څخه د لیلا او مجنون شمېر زیات دی او هر ځوان د مینې په نامه د شهوت ښکار شوی دی. له بده مرغه چې دغه مینه تر یوه برګره محدوده ده او هر یو، له بل څخه د یوه برګر تمه لري، هر کله چې برګر ترلاسه کړي نه مینه وي او نه هم د مینې داستان، چې دا کار له ځان سره ناوړه پایلې هم لري او که چېرته دا چاره دوام ولري او مخه یې ونه نیول شي او که چېرته همدغه دوستي په واده بدله شي، نو د دوی دواړه ترمنځ به د باورۍ فضا خوره او مېړه او ښځه به یو اوبل ته په ښه نظر نه ګوري. دا ډول اړیکې د تحصیلي سویې د ټیټوالي لامل کېږي، ځکه د درس په بهير دواړه جانبونه بس د یو او بل په اړه فکر کوي او د درس غم ورسره نه وي. دا ډول اړیکې کېدای شي ددې لامل شي، چې هلک او نجلۍ له مشروع واده څخه محروم شي، چې نجونې ډېری وخت ددې ناوړه پېښې قرباني دي. دا ناروا اړیکه له راتلونکي د ژوند له ملګري سره یو ډول خیانت هم شمېرل کېږي، ځکه ټوله جسمي، معنوي او روني سرمایه د راتلونکي ملګري ده، چې دلته ضایع کېږي. دا ډول نا مشروع اړېکې د ناروا جنسي اړیکو د زیاتېدو، د نامشروع کوچنیانو د زېږېدو او د مختلفو ناروغیو د پیدا کېدو لامل ګرځي. که دا حالت دوام وکړي خدای مکړه سبا به زموږ پوهنتونونه په زېږنتونونو او یا هم د بالیووډ پر سینما بدل شوي وي.

اوس دا د ټولو مسئولیت دی، چې ددې ناروغۍ د مخنیوي په خاطر ګامونه اوچت کړې، تر څو ټولنه مو د نېکمرغۍ پر لور روانه شي. دولت باید په پوهنتون کې د صنفونو په جلا کولو غور وکړي، د غربي فشارونو په مقابل کې دې ودرېږي او اسلامي ارزښتونو ته دې پام وکړي. نجونې باید په تمامه مانا اسلامي حجاب رعایت کړي او د نیمه بربنډو جامو له اغوستلو دې ډډه وکړي، کورنۍ باید له خپلو اولادونو سمه ساتنه وکړي او استادان باید په صنفونو کې له داسې خبرو اترو ډډه وکړي، چې محصلان داسې اړیکو ته هڅوي.

حبیب الله غورځنګ

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې...
ما را در سایت د افغانستان د فوټبال غوره لیګ قهرمانان په ارګ کې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : hunews بازدید : 202 تاريخ : دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:36